د قائداعظم په مزار نوې فانوس به د پاك چين ملګرتيا له د روښانه نښې په توګه د دواړو هېوادونو د ملګرتيا نوې تاريخ رقم كړي۔

اولس مشر ممنون حسېن د قائداعظم په مزار دا فانوس به د پېړو روانه ملګرتيا نوي كل ته منتقل كړي٬ عرفان صدیقي د قائد په مزار لګولې شوې فانوس د چين اولس لخوا قائداعظم له د عزت او احترام د جذباتو عكاسي كوي۔ د چین سفیر سن وی دونګ د قائداعظم محمد علی جناح مزار له د چين لخوا د ډالۍ په توګه د وركړې شوې نوې فانوس لګولو په موقع پېغامونه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16دسمبر2016ء) پاکستان او چین د قائداعظم محمد علی جناح مزار لپاره د چين لخوا د ډالۍ په توګه د وركړې شوي فانوس لګول د دواړو هېوادونو ملګرتيا له روښانه نښه ګرځولو سره وئيلي دې دا فانوس به د دواړو هېوادونو د اولس په زړونو كښې د ملګرتيا ٬ شريك باور او د مرستې د رڼا په توګه څرګند وي او دا بې مثاله شريكه ملګرتيا به نوې تاريخ رقم كوي۔

د قائداعظم په مزار (نن) د خالي په ورځ د نوي فانوس لګېدو په مهال خپل پېغام كښې اولس مشر باور څرګند كړو چې د قائداعظم په مزار نوې فانوس به د پاك چين ملګرتيا د روښانه نښې په توګه د دواړو هېوادونو ملګرتيا له نوې تاريخ رقم كړي۔ ده ووئيل دا ډالۍ د پاكستان هر وګړي له د خوشحالۍ سوب دے۔ ده ووئيل د نن نه 45 كاله وراندې چين د مزار جوړولو په وخت يو فانوس د ډالۍ په توګه رالېږلې ٶ۔

ده ووئيل د پخواني فانوس په ځائ نوي فانوس لګول د پاكستان حكومت پرېكړه وه او د چين د پوهانو خدمات ترلاسه كولو له ئې خواست كړې ؤ خو د چين حكومت يو ځل بيا د پاك چين دوستۍ روايت له مخې دا عزم څرګند كړے چې دا فانوس به د ډالۍ په توګه لګولې شي ۔ ده د چين حكومت او پاكستان كښې د چين سفير سن وي ډونګ مننه كولو سره ووئيل د ملګرتيا دا نښه به په ځائ ساتلې شي ۔

د وزیراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صدیقي خپل پېغام كښې ووئيل د پاك چين دوستۍ د دواړو هېوادونو ترمېنځه بې مثال حېثيت خپل كړې او دا دوستي دفاع، سلامتیا، معیشت، تجارت، مواصلات او توان سره د تهذيب ٬ كلتور جذبې او د احساس ښكلو حدونو ته رسېدلې ۔ عرفان صدیقي د فانوس په ډالۍ كولو د چين سفير سن وي ډونګ د لارې د چين مشرانو او قام مننه كولو سره ووئيل د قائداعظم په مزار د فانوس به د پېړو روانه ملګرتيا نوي كل ته منتقل كړي۔

د چین سفیر سن وي دونګ د قائد اعظم په مزار د فانوس لګېدو په موقع خپل پېغام كښې د پاكستان قام له مباركي وركولو سره ووئيل د قائد په مزار لګولې شوې فانوس د چين اولس لخوا قائداعظم له د عزت او احترام د جذباتو عكاسي كوي۔ ده ووئيل كال 2016 د قائداعظم 140مې سالګرې او د پاك چين سفارتي اړيكو 65مه سالګرې په توګه ډېر اهميت لري ولې چې د 6 لسيزو شريكه مرسته يو ځلانده دور ته رسېدلې ده او د دوستۍ جذبه د وړاندې نه زياته ده۔ ده ووئيل دا فانوس د چين اولس لخوا د پاكستان اولس لپاره يوه قېمتي ډالۍ ده۔