د پیښور آرمي پبلك سكول پېښه د هېواد د تاريخ يو تور باب دے۔وفاقي وزير احسن اقبال

د پیښور آرمي پبلك سكول پېښه د هېواد د تاريخ يو تور باب دے۔وفاقي وزير احسن اقبال

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16دسمبر2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي د پیښور آرمي پبلك سكول پېښه د هېواد د تاريخ يو تور باب دے كوم چې هېرولې نه شو۔د دوه كاله مودې تېرېدو باوجود نن هم د هر پاكستاني وګړي زړه په دې پیښه غمجن دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پیښور آرمي پبلك سكول دوهمې كليزې پھ موقع خپل پېغام كښې وكړه۔

ده ووئيل د پیښور پیښې سره دا حقيقت رامخې ته شوې چې د هېواد او انسانيت دښمنان مونږ د تعليم څخه لرې ساتلو او زمونږ سباؤن خرابول غواړي۔ده ووئيل ترهه ګرو تل د پاكستان كمزورې كولو لپاره تعليمي ادارې او روغتونونه په نخښه كړې دي ۔ده ووئيل ترهه ګر به خپل ناوړه عزائم كښې چرته هم كامياب نه شي۔پھ اے پي اېس بريد ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد يو موټې كړې۔ده ووئيل قام٬حكومت او د عسكري قيادت د اتحاد په سوب د ترهه ګرۍ په ضد عمليات په كاميابۍ سره روان دي٬ ده ووئېل ټول قام د ځپليو كورنيو سره پھ غم كښې برابر شريك دے۔ وفاقې وزير دعا وكړه چې لوے څښتن دې د اے پي اېس شهيدانو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔