اېئر کموډور ملك فهیم اللہ له د اېئر وائس مارشل په چوكۍ ترقي وركړې شوه

اېئر کموډور ملك فهیم اللہ له د اېئر وائس مارشل په چوكۍ ترقي وركړې شوه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 15دسمبر2016ء) اېئر کموډور ملك فهیم اللہ له د اېئر وائس مارشل په چوكۍ ترقي وركړې شوې ده ۔ ملك فهيم الله په كال 1988 كښې كمېشن ترلاسه كړې او يو كواليفائيډ فلائنګ اسټركټر دے٬ د خپل كېرېئر په مهال ئې د يو فائټر سكوارډن ٬ فائټر ونګ او آپرېشنل اېئر بېس كمانډ كړې۔د ملك فهيم الله په سټاف ټاكنه كښې اېئر هېډكوارټرز ډائرېكټر ټرېننګ آفيسرز او په سنټرل اېئر كمانډ كښې سينئر سټاف افسرز (اپرېشنز) شامل دي۔ اېئر وائس مارشل ملك فهيم الله ستراتېژك سټډيز د ماسټر سند هم لري ۔ ملك فهيم الله له ستاره امتياز ملټري هم وركړې شوې۔