سېنېټ د کمپنو آرډېننس 2016ء آرډېننس لمبر 6‘ مجریه 2016ء نه منظورولو قرارداد په يوه خله منظور كړو

سېنېټ د کمپنو آرډېننس 2016ء آرډېننس لمبر 6‘ مجریه 2016ء نه منظورولو قرارداد په يوه خله منظور كړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 15دسمبر2016ء) سېنېټ د کمپنو آرډېننس 2016ء آرډېننس لمبر 6‘ مجریه 2016ء نه منظورولو قرارداد په يوه خله منظور كړې دې ۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال سناتور سلیم اېچ مانډوي والا قرارداد وړاندې كړو چې دا کمپنیات آرډېننس 2016ء نه منظور وو۔ د تحریك حکومت مخالفت وكړو۔ محرك بحث پيل كولو سره ووئيل د دې قرارداد د مخالفت جواز نه جوړېږي۔

1984ء نه پس د نوې کمپني آرډېننس حاجت نه وو ۔ ایوان دې د آرډېننس راوړلو روایت رد کړي۔ سید طاهر حسېن مشهدی د قرارداد ملاتړ کولو سره ووئيل د آرډېننس اجراء د پارلمان د سرلوړۍ په ضد ده۔ سناتور جنرال (ر) عبدالقیوم ووئيل د كومې په بنیاد چې د آرډېننس مخالفت کېږي د هغې د نكاتو دې سپېناوې وكړې شي۔ سناتورې شیری رحمان ووئيل بل كښې په داسې بنیاد بدلون راوړلې كېږي چې ورسره به د كمېټۍ آرډيننس بنيادي ډهانچه بدله شي بايد دا ډول قوانين د بحث نه پس منظور كړې شي ۔

سناتور عثمان کاکړ ووئيل د آئين له مخې د پارلمان خپلې ذمه وارۍ وي٬ د آرډيننسونو د لارې قانون سازي د پارلمان نظر انداز كولو مترادف ده او دې څخه د پارلمان اتهارټۍ ته زيان رسي۔ سناتور محسن لغاري ووئيل دې ډول قانون سازۍ سره به پارلمان كمزوې شي۔ محسن عزيز د قرارداد ملاتړ كولو سره ووئيل بايد مونږ د آرډيننسونو په سختۍ سره مخالفت وكړو٬ د 1200 مخونو قانون د آرډيننس د لارې نفاذ د پوهې نه پرته دے۔

سناتور تاج حېدر ووئيل د آئين د آرټيكل 89 له مخې يوازې په سختو حالاتو كښې آرډيننس راوړلې كېدې شي ٬ دا ډول قانون سازي هېڅ جواز نه لري ٬ ده ووئېل كه دا قانون منظور شو نو دې سره به بهرني سرمايه كار او صنعتونو ته زيان ورسي۔سناتورډاکټر جهانزېب جمالدیني ووئيل د آرډيننس رد كولو په ځائ دې غړو ته د لوستو وخت وركړې شي ۔ سناتور كامل علي آغا ووئيل پارلمان دې سپك نه كړې شي بايد آرډيننس رد كړې شي۔

د مخالفې ډلې مشر سناتور اعتزاز احسن ووئيل د 1224 مخونو دا قرارداد په هېڅ ډول د آرډيننس په توګه نشي منظورېدې دا دې رد كړې شي۔د قانون وزير زاهد حامد ووئيل دا بل چې كومې كمېټۍ ته لېږلې شوې بايد ولوستلې شي۔ د 32 كالو پخوانې قانون د لارې بدل كړې شوې دې بل كښې ښه والې راغلې بايد د بل په ګټه غور وكړې شي ٬ده ووئېل ټول وجوهات ليك دې چې په سوب ئې دا آرډيننس راوړلې شوې ٬ آرډيننس څخه به د كمپنو ستونزې ختمې شي ٬ ده ووئېل دا ډول آرډيننس رد كول به ناسمه وي۔

ده خواست وكړو چې دا قرارداد ولوستې شي او تجويزونه دې وركړې شي مونږ د مشاورت د لارې په تجويزونو غور كولو له چمتو يو۔ د سېنېټ چيئرمېن په تحريك د ايوان رائے ترلاسه كړې٬ د تحريك په حق كښې 50 او په مخالفت كښې ئې 18 كسانو رائے وركړې او دغسې دا تحريك د زياتو رائيو د لارې منظور كړې شو۔