په پانامه پیپرز پارلمان كښې په بيا خبره كولو حکومت اعتراض نه لري ،

په تحریك استحقاق د قامی اسمبلۍ سپیکر د آئین له مخې رولنګ وركړې ، تر اوسه د حکومت په ضد ټول سازشونه ناکام شوي ، پی ټی آئی ایوان ته تنخا او ټی اے ډی اے اخستو له راځي , د ريلوے وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق ميډيا سره خبرې

په  پانامه پیپرز پارلمان كښې په بيا خبره كولو حکومت اعتراض نه لري ، 
په تحریك استحقاق د قامی اسمبلۍ سپیکر د آئین له مخې رولنګ وركړې ، تر اوسه د حکومت په ضد ټول سازشونه ناکام شوي ، پی ټی آئی ایوان ته تنخا او ټی اے ډی اے اخستو له راځي 
د ريلوے وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 15دسمبر2016ء) د ريلوے وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق وئيلي دي په پانامه پیپرز پارلمان كښې په بيا خبره كولو حکومت اعتراض نه لري ، په تحریك استحقاق د قامی اسمبلۍ سپیکر د آئین له مخې رولنګ وركړې ، تر اوسه د حکومت په ضد ټول سازشونه ناکام شوي ، پی ټی آئی ایوان ته تنخا او ټی اے ډی اے اخستو له راځي۔ د زيارت پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره خبرو كښې د ریلوے وزير خواجه سعد رفیق ووئيل تيره ورځ ایوان كښې حکومت ټول اپوزیشن ګوندونو له په پانامہ پیپرز د بيا خبرې كولو وړانديز وركړې وو خو دا څنګه اوصول دي چې اپوزیشن خپله خبره وكړي او نور ئې ونه كړي ، ده ووئېل 32 غړي لرونكے ګوند وائي مونږ به 190 غړي لرونكې حکومت له د خبرو اجازه نه وركوو۔

ده ووئيل پی ټی آئی هم د ایوان برخه ده او دې نه وړاندې هغوي ایوان ته نه وو راغلي او تنخا او ټی اے ډی اے ئې اخستې وه۔ سعد رفيق ووئېل د حکومت په ضد ټول سازشونه ناکام شوې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د تحریك استحقاق په اړه سپیکر د آئین او قانون ترمخه رولنګ وركړې وو ځكه چې دا معامله عدالت كښې اورېدونكې ده۔