تحريك انصاف د پارلمان بائيكاټ پھ حقله ما سره مشوره نه ده كړې ۔شېخ رشيد

تحريك انصاف د پارلمان بائيكاټ پھ حقله ما سره مشوره نه ده كړې ۔شېخ رشيد

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 14دسمبر2016ء) د عوامي مسلم ليګ او د قامي اسمبلۍ غړي شېخ رشيد احمد وئېلي دي پاكستان تحريك انصاف پارلمان څخه د بائيكاټ په اړه ما سره مشوره نه ده كړې۔زه د دې پريكړې په حق كښې نه ووم۔د شورو په ورځ د پارلمان څخه بهر مېډيا سره خبرو كښې ده ووئيل عمران خان مې ملګرے دے ولې د هغه خپل يو سياسي ګوند دے او زما خپل ۔زه د پارلمان څخه د بائيكاټ په حق كښې نه ووم۔ده ووئيل اول بائيكاټ او بيا بېرته پارلمان ته د راتللو معاملې په اړه دې تحريك انصاف څخه پوښتنه وكړې شي۔