د سي پیك له مخې ډېره اسماعيل خان نه تر ژوب 235 كلوميټره سېكشن به دوه مخيزه كولې شي۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت

د سي پیك له مخې ډېره اسماعيل خان نه تر ژوب 235 كلوميټره سېكشن به دوه مخيزه كولې شي۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 9دسمبر2016ء) د چين پاكستان اقتصادي راهدارې له مخې د ډېره اسماعيل خان نه تر ژوب 235 كلوميټره سېكشن به دوه مخيزه كولې شي۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت ذريعو له مخې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په لويديز روټ كار تندۍ سره روان دے ۔ د لويديز روټ اوږدوالې 2500 كلوميټر دے چې پكښې 790 كلوميټره روټ د خنجراب نه تر هكله شامل دے دغسې د هكله نه تر ګوادر سړك اوږدوالې 1710 كلوميټره دے۔د هكله نه تر ډي آئي خان په څلورو لارو 285 كلوميټره اوږد سړك كار پيل شوے او دا به په 5 لارو بدلولې شي۔