رانا تنویر حسېن د مصر اولس مصر عبدالفتح السېسي سره وليدل

د پاكستان جے اېف 17 تهنډر الوتكو او نور پوځي سامان په اخستو كښې ئې د خوښۍ څرګندونه وكړه

رانا تنویر حسېن  د مصر اولس مصر عبدالفتح السېسي سره وليدل
د پاكستان جے اېف 17 تهنډر الوتكو او نور پوځي سامان په اخستو كښې ئې د خوښۍ څرګندونه وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 8دسمبر2016ء) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنویر حسېن د مصر اولس مصر عبدالفتح السېسي سره ليدلي ۔ په دې موقع د مصر اولس مشر د پاكستان جے اېف 17 تهنډر الوتكو او نور پوځي سامان په اخستو كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه۔ ده پاكستان سره د ورورولۍ د اړيكو ذكر كولو سره ووئيل چې د دواړو هېوادونو اولس ترمېنځه ښې اړيكې دي كومې چې پراخه كولو سره سره د شريكې خوښې چارو او په خاص توګه د دفاعي اړيكو پشمول نورو څانګو كښې دې اړيكو څخه استفاده ترلاسه كېدې شي۔

په دې موقع د مصر اولس مشر د اوسني وخت د چېلنجونو مخنيوي له د اسلامي نړۍ د زياتې مرستې غوښتنه وكړه ۔د ملاقات په مهال مصر كښې د پاكستان سفير مشتاق علي شاہ ‘د مصر پوځي مشران او د خارجه چارو وزارت چارواكي هم موجود وو۔