سی پیك سره به د سيمې هيوادونو كښې معاشی اړيكې لا قوي شي،

پرمختګ او سوكالي به هم زياته شي، د پاکستان څلورو واړو صوبو ته به د سی پیګ پروژې څخه يو برابر موقعې ترلاسه شي۔ ډاکټر مفتاح ٬ سرتاج عزیز٬ زاهد حامد

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 8دسمبر2016ء) د سرمایه کارۍ بورډ چیئرمېن ډاکټر مفتاح اسماعیل وئيلي دې چې سی پیك سره به د سيمې هيوادونو كښې معاشی اړيكې لا قوي شي، پرمختګ او سوكالي به هم زياته شي، د پاکستان څلورو واړو صوبو ته به د سی پیګ پروژې څخه يو برابر موقعې ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اېس ډي پي آئي كښې د پرمختګ پحقله 19م كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔

ده ووئيل د منصوبې بشپړېدو سره به هېواد ته د 150 اربه روپۍ سرمايه كاري راشي۔ ده ووئيل د توان حاجت ترسره كولو له كاسا 1000 منصوبې ته پام ګرځولې شوې۔ كنفرنس ته د وزیراعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزیز ووئيل چې د منطقې امن او سوكالۍ له د سيمې د هېوادونو ترمېنځه مرسته ضروري ده۔ د كنفرنس مشرۍ په مهال د موسمياتي بدلون وفاقي وزير زاهد حامد ووئيل چې حکومت كوټلې پرمختګ ترلاسه كولو له د وژن 2025ء ترمخه ګڼ ګامونه پورته كوي۔