د خالي او اتوار په ورځ په بره پنجاب او شمالي سيمو كښې د باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے

د خالي او اتوار په ورځ په بره پنجاب او شمالي سيمو كښې د باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 8دسمبر2016ء) د خالي او اتوار په ورځ په بره پنجاب او شمالي سيمو كښې د باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے۔ د موسمياتو محكمې له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك و۔ د پنجاب په مېداني سيمو كښې او په بره سندھ كښې د سهار او شپې په وخت لړه وه۔ د تودوخې تر ټولو ټيټه درجه په سكردو كښې منفي 6 سنټي ګرېډ ريكارډ كړې شوې۔ د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسيم يخ او خشك وي۔ د پنجاب په مېداني سيمو او بره سندھ كښې د شپې او سهار په وخت د لړې امكان دے۔ د موسمياتو محكمې له مخې د خالي او اتوار په ورځ په بره پنجاب او شمالي سيمو كښې د باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے۔