شېخوپوره كښې د سي ټي ډي په عملياتو كښې 4 ترهګر ووژل شول

شېخوپوره كښې د سي ټي ډي په عملياتو كښې 4 ترهګر ووژل شول

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 8دسمبر2016ء) په شېخوپوره كښې په سي ټي ډي اپرېشن كښې 4 ترهګر ووژل شول۔ د شخصي ټي وي چېنل له مخې په شېخوپوره كښې د ترهګرو د موجودګې په اطلاع د كاؤنټر ټېرارزم ډيپارټمنټ كارروائي كولو په مهال ترهګرو په اهلكارو ډزې وكړې او د امنيتي اهلكارو په ځوابي ډزو كښې 4 ترهګر مړه او د دوي نور 4 ملګرو په تياره كښې وتښتېدل۔ د ترهګرې د مخ نيوي محكمې وياند له مخې د كارراوئې په مهال چاودېدونكي توكي٬ وسله ٬ لاسي بموبه او ډېټونېټرز ترلاسه كړې شوي دي۔ وياند ووئيل چې ياد شويو ترهګرو د حساس ادارو ودانې په نښه كول غوښتل۔