پیښور كښې د اشتهاري تورن په ډزو يو پوليس اهلكار شهيد شو

پیښور كښې د اشتهاري تورن په ډزو يو پوليس اهلكار شهيد شو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔22 جولائی۔2016) پیښور كښې د اشتهاري تورن د ډزو په نتيجه كښې يو پوليس اهلكار شهيد شوے دے ۔د شخصي ټيلي ويژن له مخې حيات آباد سركل بېلو سيمو كښې پوليس سرچ عمليات كول٬كور په كور د لټون په مهال د 74 افغانانو پشمول 100 شكمن كسان ونيولې شول۔پوليس د لټون په مهال 3 تمانچې او په سلګونو كارتوس هم ترلاسه كړي۔د پوليس له مخې د اشتهاري تورن د شتوالي په خبر پھ يو كور چهاپه ووهلې شوه چې پھ دې مهال تورن ډزې وكړې چې په نتيجه كښې يې پوليس اهلكار حادم حسېن شهيد شو۔د كاروائۍ پھ مهال دوه تورن بختيار او اطهر نيولي شوي كومو څخه چې وسله هم ترلاسه شوې۔پوليس ووئيل نيولې شوې تورن په ګڼ شمېر وارداتو كښې ككړ دے۔(وا/ض ض/وس/1937)