د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ تر مخه 4 نه تر 5 صنعتي زونز لپاره اولني پړاؤ له به چين مرسته كوي۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال

د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ تر مخه 4 نه تر 5 صنعتي زونز لپاره اولني پړاؤ له به چين مرسته كوي۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔22 جولائی۔2016) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ تر مخه 4 نه تر 5 صنعتي زونز لپاره اولني پړاؤ له به چين مرسته كوي۔ په هره صوبه كښې به يو صنعتي زون جوړولې شي۔ په اقتصادي راهدارۍ د سياسي ګوندونو او وفاقي برخو اتفاق شته۔ د جمعې په ورځ د سېنټ غونډه كښې د پوښتنې دمې په مهال د سناتورې كلثوم پروين ٬ نعمان وزير او د اعظم سواتي د پوښتو په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ تر سېوري لاندې 4 څخه تر 5 صنعتي زونز لپاره اولني پړاؤ له به چين مرسته كوي دغسې په هره صوبه كښې يو صنعتي زون جوړولې شي۔

ده ووئيل اقتصادي زونز لپاره سرمايه كاري بورډ پېكج وركړے۔ ده ووئيل د خېبر پختونخوا اندېښنې لرې كړې شوي ولې بياهم د مثالي ٬ سيمه ايزو او نړيوالو ډنډورې به ناكامه كولې شي۔ (وا/ض ض/وس/1937)