عمران خان نن بيا په پانامه ليكس شواهد وړاندې كولو كښې ناكامه شوې٬د پي ټي آئي كيس د ورځپاڼو په ټوټو مشتمل دے٬وزيراعظم 18 كروړه اولس ټاكلې٬

هغه به 2018 كښې د توان پشمول ټولې پروژې بشپړولو نه پس د اولس عدالت ته وړاندې كېږي٬عمران خان ته راروانو ټاكنو كښې ناكامي ښكاري ځكه هغه د بې بنسټه تورونو لګولو هڅې كوي٬عمران خان د دروغو په بنياد د هېواد د پرمختګ مزل اودرول غواړي٬وزيراعظم نواز شريف نړۍ كښې پاكستان له غوره مقام وركړې٬د هېواد دننه د سي پېك په ډول مېګا منصوبې٬د توان ٬د روغتيا ٬تعليم او د ترهه ګرۍ مخ نيوي پشمول پېل كړې دي ٬د نړۍ د لويو لويو ادارو راپورونو ترمخه پاكستان مخ په وړاندې روان دے۔د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د قامې اسملۍ غړي دانيال عزيز سره خبري كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 30نومبر2016ء) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي عمران خان نن بيا په پانامه ليكس شواهدو وړاندې كولو كښې ناكامه راغلې٬د پي ټي آئي بشپر كيس د ورځپاڼو په ټوټو مشتمل دے٬وزيراعظم 18 كروړه اولس ټاكلې او په 2018 كښې به د توان پشمول ټولې پروژې بشپړولو نه پس د اولس عدالت ته وړاندې كېږي ۔وزيراعظم نواز شريف او د ده د بچو د پيټېشن په اړه ټول شواهد عدالت ته وړاندې كړې شوي ٬زمونږ وكيل به ټول شواهد او تفصيلات هم عدالت ته وړاندې كوي۔

زمونږ په شواهدو د عمران خان وكيلانو دلائل وركړي۔دې د شورو په ورځ د دانيال عزيز سره پي آئي ډي مېډيا سنټر كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔دې ووئيل عمران خان ته راروانو ټاكنو كښې ناكامي ښكاري ځكه هغه بې بنسټه تورنه لګولو له هڅې كوي۔دوهمې وزيرې ووئيل نن بيا عمران خان د عدالتي كاروائۍ په اړه په دورغو اډانه خبري كنفرنس كړې او د قام بې لارې كولو هڅه ئې كړې۔

دې ووئيل د پانامه ليكس پھ اړه د پي ټي آئي تورونه چې څه وو نن هغه دوي هير كړې ۔دې ووئيل عمران خان د دروغو په بنياد د هېواد د پرمختګ مزل ودرول غواړي٬وزيراعظم نواز شريف نړۍ كښې پاكستان له غوره مقام وركړې٬ دې ووئېل د هېواد دننه د سي پېك په ډول مېګا منصوبې٬د توان ٬د روغتيا ٬تعليم پروژو سره ترهه ګرۍ مخ نيوي له كار روان دے٬وفاقې دوهمې وزيرې ووئېل د نړۍ لويو لويو ادارو راپورونو ترمخه پاكستان مخ په وړاندې روان دے۔

دې ووئيل ټول قام ته معلومه ده چې وزيراعظم پاكستان د سي پېك٬اقتصادي پرمختګ٬د توان منصوبې او د تعليم او روغتيا په څانګه كښې اصلاحات معرفي كړي۔دې ووئيل وزيراعظم قام سره كړې ټولې وعدې پاللي او د خپلې كاركردګۍ په بنياد به راروانو ټاكنو كښې هم كاميابي ترلاسه كوي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب دې ووئيل وزيراعظم نواز شريف د پانامه ليكس معاملې له خپل ځان احتساب ته وړاندې كړې او دا يې پھ ډاګه كړې چې د عدليې پريكړه به قبلووم۔

د رائيټ آف اپيل بل پانامه ليكس سره هېڅ تعلق نشته۔د يوې پوښتنې پھ ځواب دې ووئيل به عدالتي معامله يو ټي وي چينل پروګرام وكړو نو د هغه په ضد كاروائي وكړي شوه او بله ورځ يو بل شخصي ټي وي چينل هم پھ دې اړه پروګرام وكړو۔په دې هم پيمرا كاروائي وكړه كه څوك په دې كاروائۍ اعتراض لري نو هغوي دې دا په مجاز فورمز چېلنج كړي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب دې ووئيل د كال 2013 څخه تر دې دمه د اسلام آباد دننه نوو سكولونو جوړولو سره 422 سكولونو كښې هر ډول آسانۍ معرفي كړې شوي۔

۔دانيال عزيز ووئيل پي ټي آئي نن بيا يو ټرن اخستې٬عمران د دروغو عادت دے خو قام ته معلومه ده چې اول يې د 35 فنچرو تور لګولې ؤ چې بكښې ملټري انټلي جنس٬نجم سيټي٬الېكشن كميسون او ريټرنګ افسران ككړ ياد كړې شوي وو او په آخر كښې دا خبره رامخې ته شوه چې دا ټول سياسي بيانونه وو۔