د فاټا او ګلګت بلتستان سكولونو كښې فني تعليم ښودلو لپاره د مفاهمت يادښت لاس ليك شو۔ د تعليم او پېشه وره تربيې دوهم وزير محمد بليغ الرحمان په دې مهال مشر مېلمه ؤ

د فاټا او ګلګت بلتستان سكولونو كښې فني تعليم ښودلو لپاره د مفاهمت يادښت لاس ليك شو۔ د تعليم او پېشه وره تربيې دوهم وزير محمد بليغ الرحمان په دې مهال مشر مېلمه ؤ

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 30نومبر2016ء) نیشنل ایجوکیشن فاؤنډشن د فاټا او ګلګت بلتستان پينځو شخصي سكولونو كښې د فني تعليم ښودلو لپاره د مفاهمت يادښت لاس ليك كړې دې ۔ د شورو په ورځ د مفاهمت په يادښت د لاس ليك دستوره په ځايې هوټل كښې وشوه كومه كښې چې دوهم وزير انجينئر محمد بليغ الرحمان مشر مېلمه ؤه۔ پھ دې مهال د وفاقي تعليم او پېشه وره تربيې وزارت پارلماني سېكتر نذیر خان، این سی اېچ ډي چیئرپرسن زرینه عالم خان او د وزارت نور چارواكي موجود وو۔

په اېم او يو لاس ليك كړې سكولونو كښې دوه د فاټا او درې د ګلګت بلتستان سكولونه شامل دي۔انجينئر بليغ الرحمان په دې موقع ووئيل د فني تعليم نه غېر كوم هېواد پرمختګ نشي كولې ٬په المان كښې 30 فيصده كوچنيان فني تعليم ترلاسه كوي۔ ده ووئيل كوم كوچنيان چې عامو زده كړو كښې وروستو پاتې كېږي نو تجربه دا وائې چې هغه كوچنيان فني تعليم كښې ډېر ښه ثابتېدې شي۔

ده ووئيل د ښه ادارو څخه فني تعليم ترلاسه كولو سره دا ماشومان ښه روزګار ترلاسه كولو سره سره خپل كار په ښه ډول د كولو هم جوګه شي۔ ده ووئيل په تجرباتي بنياد په وړومبي پړاؤ كښې الفرابي سكول فني تعليم لپاره خوښ كړې شوې۔اوس به دوهم پړاؤ كښې نور 12 سكولونه دې لپاره غوره كولې شي كومو كښې به چې كوچنيانو له فني تعليم وركولې شي۔ ده ووئيل پاكستان كښې سكول ته د نه تلوونكو كوچنيانو شمېره كمه شوې ولې بيا هم 60 لكه د پرائمري كچې او 1 كروړ 80 لكه د 6 نه تر 12 جومات ماشومان سكولونو نه بهر دي۔

ده ووئيل د فني تربيې سكولونو سره به د سكول نه بهر كوچنيانو شمېره كمه شي۔پھ دې مهال د نېشنل ايجوكېشن فاؤنډېشن اېم ډي قيصر محمود هېواد كښې د فني ادارې كاركردګۍ او چارو په اړه مختصر بريفنګ وركړو،