جنرال قمر جاوېد باجوه له د ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركوم۔ شېخ رشيد

جنرال قمر جاوېد باجوه له د ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركوم۔ شېخ رشيد

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 29نومبر2016ء) د عوامي مسلم ليګ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي شېخ رشيد احمد وئيلي دي زه د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه له د پېشه ورو ذمه وارو په ترلاسه كولو مباركي وركوم۔ د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه تجربه لرونكے جرنېل دے۔ دې نه وړاندې هم هغه مهم خذمات ترسره كړي ۔ ده ووئېل د هغه ټاكنه خوشبينه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د قامي اسمبلۍ غونډه كښې پارلماني غړي بايد ګډون وكړي دغسې چې د قانون سازۍ عمل كښې برخه واخلي۔ ده ووئيل زه حېران يم چې د قامي اسمبلۍ غړو تنخاګانې زياتې شوې او بيا هم د پارلمان كورم نيمګړې وي۔