ميجر جنرل پرګستان لودين د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټيننټ جنرل(ر)ناصر خان جنجوعه سره وليدل٬

د پاكستان او هند ترمينځه په لائن آف كنټرول او وركنګ باؤنډرۍ د ډزبندۍ په خلاف ورزيو د خيالاتو څرګندونه

ميجر جنرل پرګستان لودين د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټيننټ جنرل(ر)ناصر خان جنجوعه سره وليدل٬
د پاكستان او هند ترمينځه په لائن آف كنټرول او وركنګ باؤنډرۍ د ډزبندۍ په خلاف ورزيو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 28نومبر2016ء) هند او پاكستان كښې د ملګرو ملتونو مشن مشر او چيف ملټري آبزرور ميجر جنرل پرګستاف لودين د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټيننټ جنرل(ر)ناصر خان جنجوعه سره ليدلې دې ۔ملاقات كښې د پاكستان او هند ترمينځه په لائن آف كنټرول او وركنګ باؤنډرۍ د ډزبندۍ په اوسنو خلاف ورزيو بحث وشو۔د قامي سلامتيا سلاحكار ناصر خان جنجوعه په دې موقع ووئيل هند د ډزبندۍ پرله پسې خلاف ورزي كوي او د كشمير لويې مسئلې څخه د نړۍ پام اخوا كولو له هڅه كوي۔

ده ووئيل د ډزبندۍ خلاف وزريو څخه او د هند پھ پاكستان د تورنو لګولو سره په شخړيز كشمير كښې د هندي ځواكونو په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو پاكستان غلې نشي پاتې كېدې ۔ده پھ بې ګناه وګړو او د هغوي پھ كليو د ډزو غندنه كولو سره دا يو غېر اخلاقي كار وګرځولو كومه چې د هندي پوځ پیژندګلو ګرځېدلې۔په دې مهال د هندي پوځ د اړخه د مسافرو په بس او بيا پھ يمبولينس د ډزو په پیښه هم خبرې وشوې۔جنرال(ر)ناصر خان جنجوعه پھ دې خبره زور راوړو چې ملګرو ملتونو له د كشمير شخړی هواري له كردار ترسره كول پكار دي دغسې چې كشمير د فليش پوائنټ په ځاې سيمه ايز استحكام له د امن زيرې وګرځي.