حكومت د بلوچستان ډوميسائل لرونكو د وفاقي محكمو د مشرانو فهرست قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړو

حكومت د بلوچستان ډوميسائل لرونكو د وفاقي محكمو د مشرانو فهرست قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 28نومبر2016ء) حكومت د بلوچستان ډوميسائل لرونكو وفاقي بېلو محكمو د مشرانو فهرست قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړی دې ۔په مجموعي توګه 6 افسران او د بېلو محكمو مشرانو په حېث خذمات ترسره كوي۔د ګل په رورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د نسيمه حفيظ پانيزي د پوښتنې په ځواب شېخ آفتاب احمد ووئيل پير بخش جمالي د پاكستان اېډمنسټرېټيو سروس له د وفاقي سېكتر ګرېډ 22 په توګه ترقي وركړې شوې ۔ده ووئيل د 1973 د آئين ترمخه په وفاقي ملازمتونو كښې د بلوچستان كوټه درې فيصده وه كومه چې حكومت شپږ فيصده ته رسولې۔ ده ووئېل وفاقي ادارو كښې د مشرانو په حېث شپږ افسران د بلوچستان څخه دي۔