د لوړو زده كړو ودې ته وفاقي حكومت پام لرنه كوي ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر

د لوړو زده كړو ودې ته وفاقي حكومت پام لرنه كوي ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر

چكدره (پاکستان نیوز پوائنٹ 28نومبر2016ء) د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا وئېلي دي د لوړو زده كړو ودې ته اوسني وفاقي حكومت پام لرنه كوي٬د پرمختلليو هېوادونو د پرمختګ راز تعليم دے٬مونږ به د 100 فصيده تعليمي شرح هدف زر ترلاسه كړو۔ده دا خبرې تېره ورځ د مالاكنډ پوهنتون څلورم كانوكېشن ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ده د مالاكنډ پوهنتون كاركردګي وستائېله او وې وئېل چې دا پوهنتون د تعليم په وده كښې مهم كردار ترسره كوي او نورو تعليمي ادارو لپاره رول ماډل دے۔

ده ووئيل چې د پوهنتون دا معيار كه په ځاې وساتلې شي نو د نورو هېوادونو زده كونكي به هم زده كړې لپاره پوهنتون ته راشي۔ګورنر د كانوكېشن په موقع زده كونكو ته سندونه وركړل چې پكښې 55 زده كونكو ته د سرو مېډالونه هم وركړې شول۔