په كراچې كښې د قومي اسمبلۍ په حلقه ا ېن اے 258 كښې ضمني ټاكنو لپاره د پولنګ عمل روان دے

په كراچې كښې د قومي اسمبلۍ په حلقه ا ېن اے 258 كښې ضمني ټاكنو لپاره د پولنګ عمل روان دے

كراچې (پاکستان نیوز پوائنٹ 28نومبر2016ء) په كراچې كښې د قومي اسمبلۍ په حلقه ا ېن اے 258 كښې ضمني ټاكنو لپاره د پولنګ عمل روان دے٬ د ټاكنو په مهال به 4 لكه ٬ 8 زره 613 رجسټرډ رائې وركوونكي خپلې رائې كاروي۔ پولنګ سهار په 8 بجې پېل شوے او ماښام تر 5 بجو به روان وي۔ په حلقه كښې 287 پولنګ سټېشنې جوړې كړې شوې دي چې پكښې 68 ډېرې حساسې او 219 حساسې ګرځول شوې دي۔ د پولنګ په مهال د امنيت سخت انتظامات شوي دي۔ دا چوكۍ د عبدالحكيم بلوچ د استعفٰي وركولو نه پس خالي شوې وه۔ )م ع/وس/1443)