د ملګرو ملتونو ٬ او آئي سي ستر سېكترانو ٬ تركيې او چين د شخړيز كشمير په وضعه تشويش ښكاره كړې٬د هند دننه هم د دغې ګامونو په ضد غږونه پورته كېږي٬

په شخړي كشمير كښې د شوي بربريت مثال نه موندلې كېږي٬د كشمير په مسئله قامي پالېسي او لائحه خپلولو ته اړتيا ده۔د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز سېنېټ كښې د خيالاتو څرګندونه

د ملګرو ملتونو ٬ او آئي سي ستر سېكترانو ٬ تركيې او چين د شخړيز كشمير په وضعه تشويش ښكاره كړې٬د هند دننه هم د دغې ګامونو په ضد غږونه پورته كېږي٬
په شخړي كشمير كښې د شوي بربريت مثال نه موندلې كېږي٬د كشمير په مسئله قامي پالېسي او لائحه خپلولو ته اړتيا ده۔د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز سېنېټ كښې د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔21 جولائی۔2016) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي د ملګرو ملتونو ٬د او آئي سي ستر سېكترانو ٬د تركيې او چين د شخړيز كشمير په وضعه تشويش ښكاره كړې دې ٬د هند دننه هم د داسې ګامونو په ضد غږونه پورته كېږي٬په شخړيز كشمير كښې د شوي بربريت مثال نه موندلې كېږي٬د كشمير په مسئله قامي پالېسي او لائحه خپلولو ته اړتيا ده۔

د سيد علي ګېلاني د څلور نكاتي فارمولې مرسته كوو٬په شخړيز كشمير كښې حقائق معلومولو له د كميسون لېږلو او د هند د اړخه د وسلو په كارولو د بندېز لپاره به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كميسون سره خبره كوو۔د هند د رياستي ترهه ګرۍ څخه د كشميريانو غږ غلې كېدې نه شي٬د شخړي كشمير په وضعه غور كولو له به د پارلمان شريكه غونډه زر راوبللې شي۔د زيارت په ورځ سېنېټ كښې په شخړيز كشمير كښې د هندي پوځ پھ بې ګناه كشميريانو د ظلم په ضد په تحريك التوا بحث راغونډولو كښې سرتاج عزيز ووئيل د اتمې جولائي نه په شخړيز كشمير كښې پېل شوي نوي پاسون كښې تراوسه 50 بې ګناه كشميريان شهيدان كړې شوي او د 3 نيم زرو نه زيات ژوبل شوي چې پكښې 120 د نظر نه محروم كړې شوي۔

ده ووئيل په كشمير يو قامي پالېسي پكار ده كومه چې د ټول قام عكاسي وكړي او مونږ له د دې نه وړاندې هم لائحه خپلول پكار دي دغسې چې د دې مسئلې هواري له پېشرفت رامخې ته شي۔ده ووئيل دا يوه داسې معامله ده چې په دې سياسي لمبرې جوړول نه دي پكار٬ټولو حكومتونو په دې پېشرفت كړې او د پارلمان د دواړو ايوانونو په ګډه د كشمير كمېټۍ په چارو به هم پیشرفت كولې شي۔

ده ووئيل د سيد علي ګېلاني د څلور نكاتي فارمولې مرسته كوو هغه زمونږ د پالېسۍ ترمخه ده او هند له په دې غور كول پكار دي۔ده ووئيل د هند تور قانون او نور ظلمونه څرګندولو له ګامونه پورته كړې شوي٬د اتمې جولائي نه پس د هند هائي كمشنر راغوښتلې شوې وو او ورته احتجاج رېكارډ كړې شوې۔ده ووئيل غېر ملكي سفيرانو له بريفنګ وركړې شوې٬بېلو نړيوالو ادارو ته خطونه ليكلې شوي٬ ده ووئېل د ملګرو ملتونو او د او آئي سي ستر سېكترانو هم د شخړيز كشمير په وضعه تشويش ښكاره ګړې٬د امريكې٬چين او تركيې بيانونه هم رامخې ته شوي دي۔

ده ووئيل د شخړيز كشمير تحريك د هغه ځاې اولس په خپله پېل كړې او د هند هغه ادعا بې بنسټھ ګرځېدلې چې دا پاكستان كوي او زمونږ په كورنيو چارو كښې لاس وهنه كوي ۔ده ووئيل پاكستان به د كشمير مسئلې سياسي سفارتي او په اخلاقي توګه د كشمريانو مرسته روانه ساتي۔(ض ض/وس/2210)