د وزيراعظم محمد نواز شريف د تركمانستان اولس مشر قربان علي بردي محمودف سره ملاقات

دواړو هيوادونو د تاپي ګاز پائپ لائن په منصوبه او د هوائې رابطو بيا د سره جوړولو جاج واخست چائنه پاکستان اکنامك کوریډور سره به پاکستان او ټوله سيمه كښې د پرمختګ او سوكالۍ نوې دور پيل شي،وزیراعظم محمد نواز شریف اولس مشر قربان علی بردی محمدوف د پاکستان معیشت قوي كولو او اولسي سوكالي باورې كولو له د وزیراعظم نواز شریف وژن وستائلو

د وزيراعظم محمد نواز شريف د تركمانستان اولس مشر قربان علي بردي محمودف سره ملاقات
دواړو هيوادونو د تاپي ګاز پائپ لائن په منصوبه او د هوائې رابطو بيا د سره  جوړولو جاج واخست چائنه پاکستان اکنامك کوریډور سره به پاکستان او ټوله سيمه كښې د پرمختګ او سوكالۍ  نوې دور پيل شي،وزیراعظم محمد نواز شریف اولس مشر قربان علی بردی محمدوف د پاکستان معیشت قوي كولو او اولسي سوكالي باورې كولو له د وزیراعظم نواز شریف وژن وستائلو

اشك آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25نومبر2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف د تركمانستان اولس مشر قربان علي بردي محمودف سره ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو د خیالاتو څرګندونه شوې۔ دواړه هيوادونو د تاپي ګاز پائپ لائن په منصوبه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د هوائې رابطو بيا د سره جوړولو جاج واخست۔ د وزیراعظم هاؤس بیان له مخې وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل چائنه پاکستان اکنامك کوریډور سره به پاکستان او ټوله سيمه كښې د پرمختګ او سوكالۍ يو نوې دور پيل شي۔

ده ووئيل د سيمې د آبادۍ سباؤن د کوریډور سره تړلې دے او كه كوم بل هيواد په دې كښې د شامليدو خوښي لري نو هركلے به ئې كولې شي۔ نواز شریف ووئيل ترکمانستان، افغانستان، پاکستان او هند (تاپی) يوه مهمه پروژه ده دې سره به د غړو هيوادونو د توان حاجت تر سره كيدو له مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئيل پاکستان او ترکمانستان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې وخت پھ وخت قوي كېږي۔

ده هر كال اسلام آباد او اشك آباد كښې د اعلیٰ كچ غونډې تجویز وركړو۔ د ترکمانستان اولس مشر قربان علی بردی محمدوف د کوریډور د اهميت پھ اړه د وزیراعظم نواز شریف تائید وكړو ۔ اولس مشر دا پروژه به د سيمې پرمختګ او د سوكالۍ ضمانت وي۔ ده د پاکستان معیشت قوي كولو او اولسي سوكالي باورې كولو له د وزیراعظم نواز شریف د مړانې وژن وستائلو۔ دواړو لارښودو د دوه اړخيزه سيمه ايزو او نړيوالو چارو جاج هم واخست ۔

دې نه وړاندې كله چې وزيراعظم په دوه ورځنۍ دوره " د غوره ټرانسپورټ نړيوال کانفرنس" كښې ګډون كولو لپاره د تركمانستان پلازمينې اشك آباد ته ورسېد نو د ده تود هركلے وكړے شو۔ وزيراعظم د تركمانستان اولس مشر په بلنه دا دوره كوي۔ د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي او خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره ملګري دي۔ دا كنفرنس د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې په اولني ځل كېږي۔

په كنفرنس كښې نزدې 1500 استازي ګډون كوي۔ چې پكښې اولس مشران ٬ وزيران ٬ د نشخصي څانګې سي اي اوز ٬ د سول سوسائټۍ لارښود او د ملګرو ملتونو عهدېداران شامل دي۔ كنفرنس كښې به غوره پرمختګ لپاره د 2030ء ایجنډې ترسره كولو په حقله د غوره ټرانسپورت په وده او كردار خبرې كولې شي۔ پاکستان او چین ګوادر او کراچۍ كښې خپلو بندرځايونو ته د غوره مواصلاتي رابطې وركولو لپاره پاك چين اقتصادي راهداري پېل كړې ده ۔

په خشكۍ كښې ګېر د منځنۍ آسيا رياستونه كراچۍ او ګوادر كښې د پاكستان بندر ځايونو ته رسنې له د رېل او د ټرانسپورټ سترې لارې كارولې شي۔ د ملګرو ملتونو ترمخه په وړومبي ځل دا كنفرنس كېږي د كوم كوربتوب چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او تركمانستان په ګډه كوي۔كنفرنس كښې به 1500 كسان ګډون كوي۔په كنفرنس كښې به د كوټلي پرمختګ لپاره د 2030 ايجنډې تر سره كولو په حقله د جامع ټرانسپورټ ودې او په كردار خبرې كېږي۔پاكستان موصلااتي رابطو لپاره د مينځنۍ آسيا رياستونو سره د ښو رابطو خوښي لري۔پاكستان او چين ګوادر او كراچۍ كښې خپلو بندرځايونو ښه مواصلاتي رابطو لپاره پاك چين اقتصادي راهداري پېل كړې ده۔