پاكستان عراق كښې د زائرينو په بسونو د ترهه ګرو بريدونو په سختو ټكو غندنه وكړه

پاكستان عراق كښې د زائرينو په بسونو د ترهه ګرو بريدونو په سختو ټكو غندنه وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25نومبر2016ء) پاكستان عراق كښې د زائرينو په بسونو د ترهه ګرو بريدونو په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي پاكستان د غم په دې ګھړۍ كښې د عراق اولس سره سم ولاړ دے۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي پاكستان د جمعې په ورځ د عراق پلازمينې بغداد څخه 100 كلوميټره لرې په حله سيمه كښې د زائرينو په بسونو د ترهګر بريد په سختو ټكو غندنه كړې او د پېښې په نتيجه كښې ئې د قيمتي انساني ځانونو په زيان ئې د عراق اولس ٬ حكومت او ځپليو كورنيو سره د زړه د كومي غمرازي ښكاره كړې ده ۔ وياند ووئيل پاكستان د غم په دې ګھړۍ كښې د عراق ورونړو سره يو برابر ولاړ دے او پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنې كولو پخلې كوي۔