د هند جارحيت سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطر دے۔ نتيجې ئې تباهي راوستونكې كېدې شي۔

د سلامتي كونسل مستقل غړي دې هند سره تاؤ تريخوالې او په اېل او سي خونړۍ لړۍ بندولو او نړيوال امن او سلامتيا په ځائې ساتلو له خپل كردار ترسره كړي۔ د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز د سلامتي كونسل مستقل غړو هېوادونو سفيرانو ته په اېل او سي او وركنګ باؤنډرۍ د هند خلاف ورزيو په حقله بريفېنګ

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25نومبر2016ء) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئيلي دي د هند جارحيت سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطر دے۔ نتيجې ئې د تباهي راوستونكې كېدې شي۔ د سلامتي كونسل مستقل غړي دې هند سره تاؤ تريخوالې او په اېل او سي خونړۍ لړۍ بندولو او نړيوال امن او سلامتيا په ځائې ساتلو له خپل كردار ترسره كړي۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ د سلامتي كونسل مستقل غړو چین، فرانس، روسيه ، برطانیې او امریکا سفيرانو ته د هندي ځواكونو لخوا په اېل او سي او وركنګ باؤنډرۍ د ډز بندۍ لوظنامې خلاف ورزيو په اړه د بريفېنګ وركولو په مهال وكړه۔

د خارجه دفتر وياند ترمخه خارجه سلاحكار په 23 نومبر وادی نیلم كښې په مسافر بس د بريد په سختو ټكو غندنه وكړه كوم چې د سيز فائر او نړيوال قانون او په خاص توګه د بشري حقونو سخته خلاف ورزي ده۔ خارجه سلاحكار مستقلو غړو ته غږ كولو سره ووئيل په قصد سره د سول وداني په نخښه كولو بايد پلټنې وكړې شي۔ ده ووئيل هند د دوه مياشتو څخه د ډز بندۍ لوظنامې پرله پسې خلاف ورزي كوي چې په نتيجه كښې ئې تر دې دمه 145 بې ګناه وګړي شهيدان او 139 نور ژوبل شوي دي۔

ده ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د زور ٬ ظلم او زياتي او د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه نړيوال پام بل پلو د ګرځولو هڅه كوي۔ ده ووئيل د هند جارحيت سيمه ايز امن او سلامتيا له خطر دے۔ نتيجې ئې تباهي راوستونكې كېدې شي۔ خارجه سلاحكار سرتاج عزيز د سلامتي كونسل مستقل غړو خارجه وزيرانو لپاره په اېل او سي د تاؤ تريخوالي وضعې او د هند لخوا د ډز بندۍ خلاف ورزيو په اړه سفيرانو ته خطونه هم وركړل۔