وزيراعظم محمد نواز شريف د "پائيدار ټرانسپورټ نړيوال كنفرنس"كښې ګډون له تركمانستان ته ورسېد

وزيراعظم محمد نواز شريف د

اشك آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25نومبر2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف د"پائيدار ټرانسپورټ نړيوال كنفرنس"كښې ګډون له د جمعې پھ ورځ د تركمانستان پايه تخت اشك آباد ته رسېدلې دې ۔وزيراعظم د تركمانستان اولس مشر په بلنه دا دوره كوي۔د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي او خاص مرستيال طارق فاطمي هم ده سره ملګرے دي۔وزيراعظم به د پاكستاني پلاوي مشري كوي او د ملګرو ملتونو ترمخه اشك آباد كښې د پائيدار ټرانسپورټ په اړه نړيوال كنفرنس كښې به ګډون كوي۔

وزيراعظم به د خپلې دورې پھ مهال د تركمانستان اولس مشر قربان علي بردي محمدوف سره هم ملاقات كوي۔د ملګرو ملتونو ترمخه په وړومبي ځل دا كنفرنس كېږي د كوم كوربتوب چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او تركمانستان په ګډه كوي۔كنفرنس كښې به 1500 كسان ګډون كوي۔په كنفرنس كښې به د كوټلي پرمختګ لپاره د 2030 ايجنډې تر سره كوبو په حقله د كوټلي ټرانسپورټ ودې او په كردار خبرې كېږي۔پاكستان موصلااتي رابطو لپاره د مينځنۍ آسيا رياستونو سره د ښو رابطو ساتلو خوښي لري۔پاكستان او چين ګوادر او كراچۍ كښې خپلو بندرځايونو له ښو مواصلاتي رابطو لپاره د پاك چين اقتصادي راهداري پېل كړې ده ۔