د كشمير په اړه څرګنده پالېسي لرو٬د آزادۍ د هلو ځلو سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرسته به په هر فورم روانه ساتلې شي٬د پولو د دفاع صلاحيت لرو٬

هند په كنټرول لائن تاؤ تريخوالې پېدا كولو سره مقبوضه كشمير كښې د خپلو ظلمونو څخه د نړۍ پام ګرځول غواړي٬مونږ د سلامتي كونسل پنځه مستقلو غړو ته په اېل او سي سول آبادي په نخښه كولو د هندي ذهنيت په حقله خطونه ليكلي۔د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز په لائن آف كنټرول د هندي جارحيت له امله په رامخې ته شوي وضعه د بحث راغونډولو په مهال د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25نومبر2016ء) وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي د كشمير په حقله پالېسي څرګنده ده٬د آزادۍ د هلو ځلو سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرسته به په هر فورم روانه ساتلې شي٬د پولو د دفاع صلاحيت لرو٬هند په كنټرول لائن تاؤ تريخوالې پېدا كولو سره په مقبوضه كشمير كښې د خپلو ظلمونو څخه د نړۍ پام ګرځول غواړي٬مونږ د سلامتي كونسل پنځه مستقلو غړو ته په اېل او سي سول آبادي په نخښه كولو د هندي ذهنيت په حقله خطونه ليكلي۔

د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې په لائن آف كنټرول د هندي جارحيت له امله په رامخې ته شوي وضعه بحث كښې سرتاج عزيز ووئيل بايد پھ داسې سرخطونو مونږ د پوائنټ سكورننګ څخه ډډه وكړو۔د كشمير په مسئله ټول قام يو موټے دے۔درې ورځې وړاندې په رامخې ته شوې پېښه مونږ د نړۍ بېلو هېوادونو ته خطونه ليكلي۔پاكستان چرې هم سول آبادي نه ده په نخښه كړی ن۔ ده ووئېل مونږ غواړو چې پھ كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو پلو پام راوګرځولې شي۔په كشمير كښې د هند څخه آزادۍ لپاره هلې ځلې زياتېږي٬مونږ به د هغوي سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتو۔سرتاج عزيز ووئيل په ټولو مسئلو به په دې شرط خبرې كوم چې په دې كښې د كشمير مسئله شامله وي٬مونږ د خپلو پولو د دفاع صلاحيت لرو۔