مونږ د جارحيت څرګندونه نه كوو٬د هندي جارحيت ځواب وركړے كېږي٬

د هېواد دفاع له بشپړ صلاحيت لرو٬د برهان واني شهادت نه پس مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ تحريك قوي شوې٬ضرب عضب عملياتو په نتيجه كښې د ترهه ګرو ملا ماته شوې۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف قامي اسمبلۍ كښې د كنټرول لائن په وضعه د خيالاتو څرګندونه

مونږ د جارحيت څرګندونه نه كوو٬د هندي جارحيت ځواب وركړے كېږي٬
د هېواد دفاع له بشپړ صلاحيت لرو٬د برهان واني شهادت نه پس مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ تحريك قوي شوې٬ضرب عضب عملياتو په نتيجه كښې د ترهه ګرو ملا ماته شوې۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف قامي اسمبلۍ كښې د كنټرول لائن په وضعه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25نومبر2016ء) دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي مونږ د جارحيت څرګندونه نه كوو٬د هندي جارحيت ځواب وركړے كېږي٬د هېواد دفاع له بشپړ صلاحيت لرو٬د برهان واني شهادت نه پس مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ تحريك قوي شوې٬ضرب عضب عملياتو په نتيجه كښې د ترهه ګرو ملا ماته شوې ده ۔د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د لائن آف كنټرول په وضعه بحث كښې ده ووئيل د خارجه وزير په حقله د مخالفې ډلې په خبره هېڅ اعتراض نه لرو٬ذوالفقارعلي بهټو هم خارجه سلاحكار عزيز الدين خپله كابينه كښې شامل كړے ؤ ٬زمونږ خارجه سلاحكار سرتاج عزيز هم په ښه ډول خپلې ومه وارۍ تر سره كوي ۔

د برهان واني د شهادت نه پس د آزادۍ تحريك قوي شوې۔ ده ووئيل وزيراعظم مودې خونړۍ ورثه ځان سره راوړې او هغه مسلط كوي۔هند كښې د جلا خوښۍ تحريكونه روان دي۔په هند كښې دننه مسائل زياتېږي۔ده ووئيل د ضرب عضب عملياتو په نتيجه كښې د ترهه ګرۍ ملا ماته شوې٬يو كرنل هندي جاسوس نيولې شوې۔ده ووئيل تر ټولو لويه مسئله د سي پېك ده او دا هم د هغوي لپاره د لويې مايوسۍ خبره ده كه دا پروژه ترسره شي نو پاكستان به سيمه كښې خپل مقام جوړ كړي او مونږ به د معاشي غلامۍ څخه آزادۍ ترلاسه كړو۔

ده ووئيل سي پېك سره كاشغر به تاجكستان سره هم لنك كولې شي۔ده ووئيل مونږ د جارحيت څرګندونه نه كوو۔ده ووئيل د هغوي د جارحيت ځواب وركړے كېږي زموڼږ د يو شهادت په مقابل كښې د هغوي زيات ځاني زيان كېږي۔مونږ د هېواد دفاع صلاحيت لرو۔ ده ووئېل مونږ د توازن ساتلو هڅه كوو٬كه دا توازن په ځاې ونه ساتلې شو نو په هر ډګر به د خپلې خاورې دفاع كوو او دښمن له به ځواب وركوو۔