د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز د برتانيې خپل همڅنګ سره وليدل

تجارت، سرمایه کارۍ ، كلتور ، تعلیم او امنيت پشمول په بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو لا زياتولو ته سلا شول

د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز د برتانيې خپل همڅنګ سره وليدل 
تجارت، سرمایه کارۍ ، كلتور ، تعلیم او امنيت پشمول په بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو لا زياتولو ته سلا شول

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 24نومبر2016ء) پاکستان او برتانيه د تجارت، سرمایه کارۍ ، كلتور ، تعلیم او امنيت پشمول په بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو لا زياتولو ته سلا شوي دي ۔ دا سلا د زيارت پھ ورځ د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز او د برتانيې خپل همڅنګ بورس جانسن ترمينځه ملاقات كښې راغلې۔ د ملاقات په مهال په شريكه مرسته ، د کشمیر، افغانستان پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خیالاتو څرګندونه وشوه۔

سرتاج عزیز په دې مهال د کشمیر معامله پورته كولو سره ووئيل برتانيه دې د کشمیر شخړه هوارولوله خپل کردار ترسره كړي ، د كشمير مسله د برصغير د وېش نامکمله ایجنډا پورا کول د برتانیې ذمه واري ده۔ سرتاج عزیز ووئيل وادی نیلم كښې د مسافرو به بس او په ایل او سی د هندي عسكرو د بلااشتعال ډزو غندنه كوو ۔ پھ دې مهال خارجه سلاحكار د برتانيې خپل همڅنګ ته مقبوضه کشمیر كښې د اوسني صورتحال پشمول په بیګناہ کشمیریانو د هندي ظلمونو او بشري حقونو خلاف ورزیو په اړه بریفنګ وركړو۔

دې نه پس شريك خبرې کنفرنس ته خطاب کښې خارجه سلاحكار سرتاج عزیز ووئيل پاکستان او برتانيه د 2011ء راهسې د ستراتيجكي ډائیلاګ ترمخه مرسته كوي ، د دواړو هيوادونو تجارت، سرمایه کارۍ، معیشت، تعلیم پشمول بيلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته سلا راغلې۔ سرتاج عزیز ووئيل دواړه هيوادونه د پرمختيائي مرستې فرېم ورك پھ اړه هم خبرې كوي۔ ده د برتانيې حکومت د اړخه پاکستان كښې مهمو څانګو او په خاص توګه د تعلیم او روغتيا له مرسته وستائله ۔

سرتاج عزیز ووئيل وزیراعظم نواز شریف د برتانيې خپل همڅنګ ته راروان كال د پاکستان راتږ بلنه وركړې ده۔د برتانيې خارجه وزير ووئيل برتانيه پاکستان سره بيلو څانګو كښې مرستې كولو خوښي لري۔ د برتانيې خارجه وزير ووئيل پاکستان او برتانيې ترمينځه اړيكې قوي دي۔ ده ووئيل بايد دواړه هيوادونه د سيمې سلامتیا او استحکام لپاره په ګډه كار وكړي۔ د کشمیر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب بورس جانسن ووئيل بايد پاکستان او هند پھ ګډه د خبرو اترو د لارې د کشمیر مسئله هواره كړي۔(ص ف/ض ض/وس/2040)