د پاكستان د امن هڅه دې كمزورې ونه ګڼلي شي ۔عابد شېرعلي

د پاكستان د امن هڅه دې كمزورې ونه ګڼلي شي ۔عابد شېرعلي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 24نومبر2016ء) د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شیر علي وئېلي دي د پكستان د امن هڅېه دې كمزورې ونه ګنلي شي ، د پاکستان پوځ شمېر د نړۍ تر ټولو غوره پوځونو كښې كېږي٬د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د پاكستان دفاع مضبوطولو او د ترهه ګرۍ ختمولو ته خاص پام كړې ده ۔د زيارت په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د هندي وزيراعظم نریندر مودي ناوړه پالېسو په سوب هند په نړيواله كچه يوازې كېدو پلو روان دے۔

ده ووئيل په كنټرول لائن د هندي جارحيت برابر ځواب وركولې شي۔ده ووئيل د پاكستان مېړنې پوځ د هر ډول جارحيت ځواب وركولې شي ۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف پخپلو درېو كالو كښې د پاكستان دفاع مضبوطه كړې او د ترهه ګرو ختمولو له يې ځانګړې ګامونه پورته كړې دي۔(وا/ض ض/وس/1910)