د روان كال په مهال د پشكال سختو بارانونو په نتيجه كښې ځپليو شويو كسانو كښې900خیمې،43 ټن راشن، 1650کمبلې او د مرستې نور سامان ووېشل شو

د روان كال په مهال د پشكال سختو بارانونو په نتيجه كښې ځپليو شويو كسانو كښې900خیمې،43 ټن راشن، 1650کمبلې او د مرستې نور سامان ووېشل شو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔21 جولائی۔2016) د روان كال په مهال د پشكال سختو بارانونو په نتيجه كښې ځپليو شويو كسانو كښې 900خیمې،43 ټن راشن، 1650کمبلې او د مرستې نور سامان ووېشلې شو۔ د اوسنو سختو بارانونو په سوب رامخې ته شويو پېښو كښې په مجموعي توګه 46 تنه مړه او 26 نور ژوبل شوي او 103 كورونو ته زيان رسېدلې۔ د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی شمېرو له مخې د دې پېښو په نتيجه كښې زيات زيان خېبر پختونخوا كښې شوې چرته چې 41 تنه مړه او 17 نور ژوبل شوي۔

دې سره سره بلوچستان كښې 3 تنه مړه او 8 ژوبل شوي۔ آزاد جموں و کشمیر او اسلام آباد كښې يو يو تن مړ شوے۔ دغسې په خېبر پختونخوا كښې په مجموعي توګه 71 كورونو ته زيان رسېدلې۔ په دې كښې 24 بېخي ويجاړ شوي او 47 ته جزوي زيان رسېدلې۔ بلوچستان 31 او اسلام آباد كښې يو كور ته زيان رسېدلے۔ ځپليو شويو ته تر دې دمه 900 خېمې، 43 ټن راشن، 1650 کمبلې، 600 درۍ او 100 کچن سېټس وركړې شوي دي۔ بلخوا د موسمياتو څانګې د هېواد پورته سيمو په ځينو ځايونو د لا باران پېشګوئي كړې۔ نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی د روان پشكال موسم په مهال وګړو ته د مالي او ځاني زيان څخه بچ كېدو له هدايات جاري كړي دي۔ (وا/م ع/وس/1727)