د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کمېټۍ حق خود ارادیت د بنیادی بشري حقونو په توګه د تسلېمولو په لړ كښې د پاکستان قراردار منظور كړو

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کمېټۍ حق خود ارادیت د بنیادی بشري حقونو په توګه د تسلېمولو په لړ كښې د پاکستان قراردار منظور كړو

ملګړي ملتونه (پاکستان نیوز پوائنٹ 22نومبر2016ء) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کمېټۍ حق خود ارادیت د بنیادی بشري حقونو په توګه د تسلېمولو په لړ كښې د پاکستان قراردار منظور كړے دے ۔ 193 كسيزه عمومي اسمبلۍ د سماجی ، بشري او كلتوري چارو پھ اړه کمېټۍ كښې د پاکستان 72 هيوادونو په مرسته وړاندې كړې قرار داد د شميرې كولو نه وړاندې منظور كړې شوې ۔

سیاسی مبصرینو له مخې د پاکستان لخوا د 1981ء راهسې دا قرار داد پرله پسې وړاندې كېږي او د دې قرار داد د لارې د نړيوالې ورورولۍ پام د کشمیر او فلسطین پشمول ټوله نړۍ كښې د حق خود ارادیت پلو راګرځولې شوې۔ قرار داد له مخې حق خود ارادیت باندې په نړيواله كچه عمل درامد او په بشري حقونو عملدرآمد او د دغې مؤثره ضمانت لپاره بنیادی شرط دے۔ دا قرار داد به منظورۍ لپاره راروانه مياشت عمومي اسمبلۍ ته وړاندې كولې شي۔

قرارداد كښې د عمومي اسمبلۍ لخوا د غیر ملکی پوځي مداخلت ، جارحیت او د قبضې په ضد د سخت مخالفت څرګندونه شوي ځكه چې دغه اقدامات د نړۍ ځينو برخو كښې د وګړو حق خود ارادیت ته د زيان رسولو او نورو بنیادی حقونو څخه د انکار سوب جوړېږي۔ قرار داد كښې د ذمه وارو هيوادونو څخه په غیر ملکی خاوره د قبضې او د عسكرو مداخلت په سمدستي توګه ختمولو لپاره د ګامونو پورته كولو غوښتنه شوې۔

ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقبل استازې ډاکټر ملیحه لودھی د قرار داد مسودہ کمېټۍ ته وړاندې كولو سره ووئيل حق خودارادیت د ملګرو ملتونو چارټر او د نړيوال قانون بنیادی اصول دي۔ دې د حق خود ارادیت بنیادی حقونو سره د پاکستان تړون له د عزم كولو سره ووئيل 1952ء كښې ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان وړومبي مستقل استازي پروفېسر احمد شاہ بخاری د امنيتي کونسل غونډې ته خپل خطاب كښې په ډاګه كړې وه چې كه سلامتی کونسل حق خود ارادیت لپاره عملی ګامونه پورته كوي يا نه مونږ به ئې تازه ساتو او دې لپاره چې څه كيدې شو نو كوو به ۔

ډاکټر ملیحه لودھی ووئيل زه پھ دې وياړ لرم چې پاکستان خپل دغه لوظ او اصول ژوندے ساتلے۔ قرار داد كښې د ملګرو ملتونو د بشرې حقونو کونسل ته د بشرې حقونو خلاف ورزيو او پھ خاص توګه د حق خود ارادیت څخه انکار پلو د پام راګرځونې وئيلي شوي او سلامتی کونسل ته خواست شوې چې په دې اړه د عمومي اسمبلۍ راروانه غونډه كښې راپور وړاندې كړي۔