د شمالی وزیرستان کډوالو بحالۍ كار به6 نه تر 8 مياشتو كښې بشپړ شي ۔ مېجر(ر) طاهر اقبال

د شمالی وزیرستان کډوالو بحالۍ كار به6  نه تر 8 مياشتو كښې بشپړ شي ۔ مېجر(ر) طاهر اقبال

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 22نومبر2016ء) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود او د قامی اسمبلۍ غړي مېجر(ر) طاهر اقبال وئيلي دي د شمالی وزیرستان کډوالو بحالۍ كار به 6 نه تر 8 مياشتو كښې بشپړ كړې شي۔ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت اقتدار كښې راتلو په وخت هېواد د ترهه ګرۍ ښكار وو۔ حکومت او د سرلښكر جنرال راحیل شریف په مشرۍ كښې پوځ د شمالی وزیرستان او فاټا سيمو كښې ضرب عضب عمليات پېل كړل او د عملياتو كاميابولو لپاره ځائي وګړي هلته څخه نورو سيمو ته لاړل كوم چې يو سخت كار وو۔

مېجر طاهر ووئيل جنرال راحیل شريف په مشرۍ كښې پاك پوځ يادې شويو سيمو كښې ترهه ګر خپل انجام سره مخ كړل چې په نتيجه كښې ئې نن ټول هيواد كښې 90 فیصده امن راغلې۔ ده ووئيل کامیاب عمليات ضرب عضب په ټوله نړۍ كښی ستائلې شوي۔ د كډوالو بحالۍ په اړه ده ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) او پاك پوځ شريكو هڅو په نتيجه كښې فاټا او د شمالی وزیرستان سيمو كښې سړكونه ، سکولونه او د روغتونونو پشمول د انفرا سټرکچر کار تر ډېر حد بشپړ شوې او كډوال خپلو سيمو ته ستانه شوي دغسې نورو سيمو كښې د بحالۍ كار تندۍ سره روان دے هيله ده 6 نه تر 8 مياشتو په مهال به كډوال خپلو سيمو ته په بشپړه توګه ستانه شي۔