د رائې وركولو عمل په مهال به د شكاياتو ازاله كولې شي۔د آزاد كشمير ستر سېكتر

د رائې وركولو عمل په مهال به د شكاياتو ازاله كولې شي۔د آزاد كشمير ستر سېكتر

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔21 جولائی۔2016) د آزاد كشمير ستر سېكتر سلطان سېكندر وئيلي دي چې د رائې وركولو عمل په مهال به د شكاياتو ازاله كولې شي۔پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل جې د آزاد كشمير د قانون ساز اسمبلۍ ټاكنو لپاره د رائې وركولو عمل په سوله ايز ډول روان دے٬د رائې وركولو په ټولو مركزونو ګڼه ګوڼه ده۔د ټاكنو لپاره د امنيت سخت انتظامات شوي دي۔ده ووئيل چې صورتحال په كنټرول كښې ساتلو لپاره په هر يو پولنګ سټېشن پوليس او د پوځ كوئيك رسپانس فورس په ځاې كړې شوې كه بيا هم شكايات راغلل نو ازاله به يې كولې شي۔(م ع/وا/1431)