د ګډاني په پېښه 3 اړوند چارواكي معطل كړې شوي٬ د پلټنو راپور ايوان ته وړاندې كړې شوې٬ د حق رسېدليو شمېره 28 او د ټپيانو 50 ده٬

د حق رسېدليو كورنيو له 15 لكه او ژوبل شويو ته يو لك سړي سر معاوضه اعلان شوې٬ دا وېنا سمه نه ده چې په بېړۍ كښې تېل لږ ٶ بلكې تېل ډېر زيات ٶ٬ هېواد د شپ برېكنګ قوانين نه لري٬ قانون سازي به كول وي۔ مير حاصل بزنجود ګډاني پېښه د انتظامي ناكامۍ سوب دے٬ بايد نوټس ئې واخستې شي٬ حق رسېدليو او ژوبل شويو له دې معاوضه اعلان كړې شي د دا ډول پېښو مخنيوي له دې پاليسي جوړه كړې شي۔ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته د سید عیسیٰ نوري، صاحبزادہ محمد یعقوب، مولانا امیر زمان، ډاکټر نفیسه شاہ ايوان كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 18نومبر2016ء) د قامي اسمبلۍ غړو وئيلي دې د ګډاني پېښه د انتظامي ناكامۍ سوب دے٬ بايد نوټس ئې واخستې شي٬ حق رسېدليو او ژوبل شويو له دې معاوضه اعلان كړې شي او د دا ډول پېښو مخنيوي له دې پاليسي جوړه كړې شي ۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراص په نكته سید عیسیٰ نوري ووئيل بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په اوسنيو پېښو كښې د 60 نه زيات كسان شهيدان شوي دا پېښه خو د ترهه ګرۍ خو د ګډاني پېښه د انتظامۍ ناكامۍ سوب دے ااو د دې پېښې دې په جدي توګه نوټس واخستې شي۔

صاحبزادہ محمد یعقوب ووئيل په ګډاني كښې د دير 20 كسان سوځېدلې او د حق رسېدليو كورنيو له دې معقول معاوضه اعلان كړې شي۔ مولانا امیر زمان وويل د ګډاني او شاه نوراني پېښې نه يوازې غندنه او فاتحه خواني كافي ده بلكې د دې ډول پېښو مخنيوي له غوره او جامع پاليسي دې جوره كړې شي ۔ ډاکټر نفیسه شاہ د ګډاني پېښه كښې د اور له امله 18 كسان مړه شوې او په دې لړ كښې د پام راګرځونې د نوټس په ځواب كښې دوهم وزير میر حاصل بزنجو ووئيل د ګډاني په پېښه 3 اړوند چارواكي معطل كړې شوي٬ د پلټنو راپور ايوان ته وړاندې كړې شوې٬ د حق رسېدليو شمېره 28 او د ټپيانو 50 ده٬ د حق رسېدليو كورنيو 15 لكه او ژوبل شويو ته يو لك سړي سر معاوضه اعلان شوې٬ ده ووئېل دا وېنا سمه نه ده چې په بېړۍ كښې تېل كم ٶ بلكې تېل ډېر زيات ٶ٬ هېواد د شپ برېكنګ قوانين نه لري٬ قانون سازي به كول وي۔

ده ووئېل په دې كښې بې غور ي شوې او په دې لړ كښې راپور لېږلې شوې۔ د پام راګرځونې نوټس كښې د ډاکټر نفیسه شاہ‘ سید نوید قمر او سید غلام مصطفی شاہ د پوښتنو په ځواب میر حاصل خان بزنجو ووئيل مونږ د ګډاني پېښې پټولو هڅه نه ده كړې او درې اړوند چارواكي معطل كړې شوې او ابتدائي راپور نه پس به نوره كاروائي كولې شې او د قوانين جوړېدو نه پس به حالات ښه شي۔ ده ووئېل د پېښې د پلټنو راپور به ايوان ته وړاندې كولې شي۔ محمود خان اچکزئۍ ووئيل ډېرې بېړۍ د اجازې نه غېر ماتې كړې شوې ٬ وفاقي حكومت دې تر ھغه وخته په شپ برېكنګ بنديز ولګوي تر څو چې قانون نوي جوړ نشي ۔ ده ووئيل د بېړۍ ماتولو په موقع بايد اېمبولېنس په ځائ وساتلې شي٬ د پېښې ذمه وار تښتېدلې دي.