د كېډ ډويژن پرمختيائي پروژو لپاره 71 كروړه 67 لكه روپې جاري كړې شوې

د كېډ ډويژن پرمختيائي پروژو لپاره 71 كروړه 67 لكه روپې جاري كړې شوې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 18نومبر2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت د روان مالي د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام له مخې د كېډ ډويژن پرمختيائي پروژو لپاره 71 كروړه 67 لكه روپې جاري كړې دي۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د كېډ ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 2 اربه 56 كروړه 22 لكه روپې فنډ بېل كړے و۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت د پارلمان غړو او 500 سرونټ كواټرز جوړولو لپاره 50 كروړه٬ په پاك سېكرټرېټ كښې د جومات پراختيا لپاره 4 كروړه 14 لكه٬ كالج اف هوم اكنامكس لپاره 5 كروړه 88 لكه او په اسلام آباد كښې د وزيراعظم د تعليم اصلاحاتو لپاره د يو كروړ 35 لكه روپو پشمول بېلا بېلو پرمختيائي پروژو لپاره فنډ جاري كړے دے۔