په قرآن پوهېدو او زده كولو ته اړتيا ده٬ كابينې په دولسم ټولي كښې د قرآن د ترجمې لوستلو منظوري وركړه۔ د انجینئر محمد بلیغ الرحمن په آئي اېم سي جي اېف سېون فور كښې دستورې ته وېنا

په قرآن پوهېدو او زده كولو ته اړتيا ده٬ كابينې په دولسم ټولي كښې د قرآن د ترجمې لوستلو منظوري وركړه۔ د انجینئر محمد بلیغ الرحمن په آئي اېم سي جي اېف سېون فور كښې دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نومبر2016ء) د تعليم او تربيې دوهم وزير انجینئر محمد بلیغ الرحمن وئيلي دي په قرآن پوهېدو او زده كولو ته اړتيا ده ولې چې دا زمونږ د دنيا او آخرت د كاميابي ذريعه ده ٬كابينې په دولسم ټولي كښې د قرآن د ترجمې د لوستلو منظوري وركړې ده ۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ آئي اېم سي جي اېف سېون فور كښې د فهم القرآن ازموينې مقابلې دستورې ته د مشر مېلمه په توګه وكړې۔

ده ووئيل د مختصر قامي نصاب لپاره كار كوٶ۔ده ووئيل اسلام كښې زدكرې زيات اهميت لري ٬ قرآن كښې لوئې څښتن وړومبې ټكې اقراء بيان كړې چې ملطب ئې لوستل دي۔ ده ووئيل په قرآن پوهېدل او زده كولو ته اړتيا ده ۔ دوهم وزير ووئيل كابينې په دولسم ټولي كښې قرآن په ترجمه د لوستو منظوري وركړه او د وړومبي كلاس نه تر پنځم كلاس به ناظره او د شپږم نه تر دولسم به ترجمه لوستلې شي ۔د غونډې په پائې كښې دوهم وزير زده كوٶنكو له مباركي وركولو سره ټينګار وكړو چې په مينه زده كړه وكړۍ ۔دوهم وزير په مقابله كښې كاميابو زده كوونكو له ډالۍ هم وركړې۔