د قطبي وزيرستان 7 زره كورنۍ بېرته خپلو سيمو ته ورسېدې

د قطبي وزيرستان 7 زره كورنۍ بېرته خپلو سيمو ته ورسېدې

اسلام آباد ۔ (پاکستان نیوز پوائنٹ 16نومبر2016ء) د قطبي وزيرستان 7 زره كورنۍ بېرته خپلو سيمو ته رسېدلې دي۔ بېرته تلونكو كورنيو ته 25 زره روپۍ د موبائل سم د لارې او 10 زره روپۍ د كرايې په مد كښې وركولې شي۔ د قطبي وزيرستان کوآرډینېټر عزیز خان نے "اے پی پی" سره خبرو كښې ووئيل چې د قطبي وزيرستان بې كوره شويو كسانو د بېرته تلو په درېم پړاؤ كښې تر دې دمه 7 زره كورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوي دي۔

د بېرته تلونكو كورنيو شمېره 57 زره ته رسېدلې۔ دې څخه وړاندې د بېرته تګ دوه پړاؤنو كښې د قطبي وزيرستان 50 زره كورنۍ تر اګست مياشتې خپلو سيمو ته ستنې شوې وې۔ د درېم پړاؤ پېل كېدو څخه وروستو تر دې دمه 7 زره كورنۍ بېرته خپلو سيمو ته تلي دي۔ ده ووئيل بېرته تلونكو كورنيو ته د پېسو سره سره د يخنۍ نه بچ كېدو لپاره ګرمې كمبلې ٬ خېمې او خوراك وركولې شي.