د چين د اړخه پاكستان كښې د نړۍ لويه سرمايه كاري مودي زغملې نه شي۔ شېخ روحيل اصغر

د چين د اړخه پاكستان كښې د نړۍ لويه سرمايه كاري مودي زغملې نه شي۔ شېخ روحيل اصغر

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 15نومبر2016ء) د دفاع لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرمېن شېخ روحيل اصغر وئېلي دي چې پاك چين اقتصادي راهداري او د ګوادر څخه د چين تجارتي مزل پیل كول هند زغملې نه شي۔راډيو پاكستان سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې د هند د اړخه د اشتعال انګيزۍ بنيادي وجوهاتو كښې د هغوي كورنيو حالت بې قابو كېدل٬د پاكستان د اړخه ټوله نړۍ كښې د كشمير مسئله رامخې ته كېدل٬د ګوادر پورټ فعال كېدل او د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې شامل دي۔

ده ووئيل د هند په نظر كښې د پاك چين اقتصادي راهداري ده ځكه چې د دې پروژې څخه تر ټولو زياته ګټه پاكستان ته ترلاسه ده۔شېخ روحيل اصغر ووئيل چې پاك پوځ تل د هندي جارحيت ځواب وركړې او مونږ په دې وياړ لرو۔د پاكستان سياسي حالاتو پلو اشاره كولو سره ده ووئيل بايد ټول سياسي ګوندونه د هېواد پرمختګ له يو موټې شي دغسې چې دښمن زمونږ هېواد پلو په كږه سترګه د كتلو جرات هم ونه كړي۔ د امريكې اوهند اړيكو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې د پاك چين اړيكو سره ځينې هېوادونه تشويش لري او امريكا هم پھ هند كښې د معاشي ګټو په خاطر هغه د چين په مقابله كښې د ودرولو هڅه كوي۔ده ووئيل چين پاكستان كښې د نړۍ تر ټولو زياته سرمايه كاري كوي٬مودي دا زغملې نه شي۔(ص ف/وا/وس/1415)