پاكستان د كنټرول لائن په پرله پسې خلاف ورزيو او باړ لګولو سخت احتجاج كړے۔

دا معامله سلامتي كونسل كښې هم پورته كړې شوې۔ د قانون وفاقي وزير زاهد حامد سېنټ كښې د پوښتنو دمې په مهال ځواب

پاكستان د كنټرول لائن په پرله پسې خلاف ورزيو او باړ لګولو سخت احتجاج كړے۔
 دا معامله سلامتي كونسل كښې هم پورته كړې شوې۔ د قانون وفاقي وزير زاهد حامد سېنټ كښې د پوښتنو دمې په مهال ځواب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔20 جولائی۔2016) د قانون وفاقي وزير زاهد حامد وئيلي دي پاكستان د كنټرول لائن په پرله پسې خلاف ورزيو او باړ لګولو سخت احتجاج كړے دے۔ دا معامله سلامتي كونسل كښې هم پورته كړې شوې ۔ د شورؤ په ورځ سېنټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور اعظم سواتي او اېم حمزه د پوښتنو په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل هند كنټرول لائن سره 460 کلومیټر خار دار تار لګولې۔ كوم چې د اېل او سی څخه د 500 میټره په مزل دے۔ ده ووئيل پاكستان د كنټرول لائن په پرله پسې خلاف ورزيو او باړ لګولو سخت احتجاج كړے۔ ده ووئېل د سلامتي كونسل ټول غړي هم د دې صورتحال څخه خبر كړې شوي دي۔(وا/ض ض/وس/2053)