هندي هائي كمشنر خارجه دفتر ته راوبللې شو٬د خارجه سېكتر اعزاز چوهدري د هندي قابض ځواكونو لخوا په لائن آف كنټرول د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ كولو سخت احتجاج

هندي هائي كمشنر خارجه دفتر ته راوبللې شو٬د خارجه سېكتر اعزاز چوهدري د هندي قابض ځواكونو لخوا په لائن آف كنټرول د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ كولو سخت احتجاج

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 14نومبر2016ء) خارجه سېكتر اعزاز چوهدري هندي هائي كمشنر راغوښتلو سره د قابض هندي ځواك لخوا په لائن آف كنټرول د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ سخت احتجاج كړې چې په نتيجه كښې يې د بهمبر په سيمه كښې 7 پاكستاني شهيد شول۔خارجه سېكتر پھ لائن آف كنټرول او وركنګ باؤنډرۍ پھ خاص توګه د تېرو دوو مياشتو په مهال د هندي ځواكونو زياتې شويو خلاف ورزو غندنه وكړه۔ده ووئيل د هندي ځواك جارحانه رويه٬سيمه ايز امن او سلامتيا له لويې خطر دے۔خارجه سېكتر هندي هائي كمشنر ته ووئيل چې هغه دې په هندي حكومت بې درېغه ډزو بندولو او د ډزبندۍ په لوظ نامه د عمل كولو زور راوړي.