د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر بهمبر كښې د هندي ځواك د ډزو پیښې په سختو ټكو كښې غندنه وكړه

د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر بهمبر كښې د هندي ځواك د ډزو پیښې په سختو ټكو كښې غندنه وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 14نومبر2016ء) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر بهمبر كښې د هندي ځواك د ډزو پیښې په سختو ټكو كښې غندنه كړې د كومې په نتيجه كښې چې 7 پاكستاني عسكر شهيدان شوي۔په خپل يو بيان كښې ده ووئيل هندي ځواك مقبوضه كشمير كښې د كشميري اولس لخوا د آزادۍ روان تحريك په سوب ويرې سره مخ دے۔په لائن آف كنټرول هندي جارحيت د كشميري اولس حوصلې ماتولې نه شي۔ده ووئيل د ګران هېواد او په خاص توګه د آزاد كشمير اولس سلامتيا لپاره د پاك پوځ په قربانو مونږ ته وياړ دے۔د وسله وال پوځ په موجودګۍ كښې څوك مونږ ته په كږه سترګه كتلې نه شي۔