د وزيراعظم نواز شريف لخوا د هندي ځواكونو په لائن آف كنټرول د اوسنو خلاف ورزو په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه٬

د كوم هم جارحيت پھ ضد د خوږ هېواد دفاع بشپړ صلاحيت لرو٬هندي پوځ په لائن آف كنټرول كړكېچن صورتحال پیدا كولو سره د كشمير مسئلې څخه د پام ګرځولو ناكامه هڅه كوي٬د ګران هېواد دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكي ټول عمري احترام سره ياد ساتلې شي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 14نومبر2016ء) وزيراعظم نواز شريف د هندي ځواكونو په لائن آف كنټرول د اوسنو خلاف ورزو په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي د كوم هم جارحيت پھ ضد د خوږ هېواد دفاع بشپړ صلاحيت لرو۔د ګل په ورځ د مېډيا وينګ لخوا جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم شهيد شويو پاكستاني عسكرو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل دا خبره ډېره د افسوس ده چې پھ دې اوسنو ورځو كښې د هندي ځواكونو لخوا په لائن آف كنټرول د ډزبندۍ لوظ نامې پرله پسې خلاف ورزي شوې۔

ده ووئيل هندي پوځ كشمير كښې د بشري حقونو سنګين صورتحال څخه د نړۍ پام ګرځولو له په لائن آف كنټرول كړكېچن صورتحال زيات كړې۔وزيراعظم ووئيل هندي ځواك د مقبوضه كشمير تش لاسې او بې ګناه كشميري اولس زور ظلم او زياتې كوي۔د هندي قبضې په ضد د مقبوضه كشمير اولس ودرېدلې۔وزيراعظم نواز شريف د شهيدانو لوړو درجو له دعا وكړه۔ده ووئيل د ګران هېواد دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكي به ټول عمري ياد ساتلې شي۔