زمونږ وسله وال ځواك بېدار دے او د داسې جارحيت بشپړ ځواب وركولو صلاحيت لري٬

د هند لخوا په كنټرول لائن د ناترڅه ډزو مقصد مقبوضه كشمير څخه د پام ګرځونې يو ناكامه هڅه ده۔اولس مشر ممنون حسېن

زمونږ وسله وال ځواك بېدار دے او د داسې جارحيت بشپړ ځواب وركولو صلاحيت لري٬
د هند لخوا په كنټرول لائن د ناترڅه ډزو مقصد مقبوضه كشمير څخه د پام ګرځونې يو ناكامه هڅه ده۔اولس مشر ممنون حسېن

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 14نومبر2016ء) اولس مشر ممنون حسېن د هندي ځواك بې درېغه ډزو په نتيجه كښې د پوځي زلمو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې پاكستان منطقه كښې امن غواړي او هغه كوم هېواد سره ټكر نه غواړي۔ولې كه جارحيت وشو نو د دې به بشپړ ځواب وركولې شي۔زمونږ وسله وال ځواكونه بېدار دي او هغه د داسې جارحيت بشپړه ځواب وركولو صلاحيت لري۔

د ګل په ورځ ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان كښې ده شهيد شويو پوځي عسكرو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل د دوي قربانۍ به بې ضائع نه ځي۔اولس مشر ووئيل د هند لخوا په لائن آف كنټرول د بې درېغه ډزو مقصد مقبوضه كشمير څخه د پام بل پلو ګرځولو ناكامه هڅه ده چرته چې د روزانه په بنياد بې ګناه وګړي شهيد كولې شي په كومو كښې چې ماشومان او مشران او مېرمنې شامل دي۔اولس مشر ووئيل په مقبوضه كشمير كښې روان تشدد ټوله نړۍ كښې مثال نه لري۔