آئي اېس پي آر د هندي ځواك د ناترڅه ډزو پېښې په نتيجه كښې د شهيد شويو پوځي ځوانانو تفصيلات جاري كړل

آئي اېس پي آر د هندي ځواك د ناترڅه ډزو پېښې په نتيجه كښې د شهيد شويو پوځي ځوانانو تفصيلات جاري كړل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 14نومبر2016ء) د پاك پوځ (آئي اېس پي آر) په بهمبر سېكټر د هندي ځواك د ناترڅه ډزو پېښې په نتيجه كښې د شهيد شويو پوځي ځوانانو تفصيلات جاري كړي۔د آئي اېس پي آر ترمخه په شهيد شويو كښې حوالدار ظفر حسېن د مري٬د څلورو ماشومانو پلار٬حوالدار احمد اعوان د حوېلياں كهوټه مظفرآباد اوسېدونكې او د يوې ماشومې پلار٬لاس نائيك محمد شوكت د حوېلياں كهوټه اوسېدونكې او د څلورو ماشومانو پلار٬لاس نائيك محمد خليل د لكي مروت اوسېدونكې او د يوې انجونې پلار٬عسكر پروېز د اټهمقام اوسېدونكې او واده كړې٬ عسكر محمد تنوير ناواده كړې او د آزاد كشمير اوسېدونكې دے۔