ټول پاكستانې اولس د هېواد دفاع له وسله والو ځواكونو سره ولاړ دې٬

مونږ د هېواد دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكو شهيد پوځي ځوانانو ته سلام كوو٬د ملكي دفاع به هېڅ سودا كولې نه شي٬هند بزدل دے ځكه دا ډول حركتونه كوي٬په كنټرول لائن د هند بې درېغه ډزو سخته غندنه كوو٬په هره كچه هند ته زبردست ځواب وركولې شي٬زمونږ د امن خوښي دې زمونږ كمزوري نه ګڼلې شي٬پاك پوځ د هر جارحيت ځواب وركوي په دې ټول قام پاك پوځ سره ولاړ دے۔د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب نجي ټي وي سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 14نومبر2016ء) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې ټول پاكستانې اولس د هېواد دفاع لپاره وسله والو ځواكونو سره ولاړ دې٬ مونږ د هېواد دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكو شهيد پوځي ځوانانو ته سلام كوو٬د ملكي دفاع به هېڅ سودا كولې نه شي٬هند بزدل دے ځكه دا ډول حركتونه كوي٬په كنټرول لائن د هند بې درېغه ډزو سخته غندنه كوو٬په هره كچه هند ته زبردست ځواب وركولې شي٬زمونږ د امن خوښي دې زمونږ كمزوري نه ګڼلې شي٬ پاك پوځ د هر جارحيت ځواب وركوي په دې ټول قام پاك پوځ سره ولاړ دے۔

دې د ګل په ورځ بهمبر كښې په كنټرول لائن د هندي جارحيت پېښې په نتيجه كښې د 7 پاكستاني عسكرو د شهادت په اړه نجي ټي وي سره خاص خبرې كولې۔دې په كنټرول لائن د هندي جارحيت غندنه وكړه۔دې ووئيل اولس د هېواد دفاع لپاره وسله وال ځواك سره ولاړ دے۔د وطن شهيدانو ته د عقيدت پیرزوينې وړاندې كولو سره دې ووئيل د هېواد دفاع لپاره د ځانونو قرباني وركونكو ته ټول قام سلام كوي۔دې ووئيل مونږ په خپل پاك پوځ وياړ لرو۔د هندي جارحيت معامله پھ نړيواله كچه د پورته كولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د هندي جارحيت په معامله وزيراعظم مشاورت سره تګلار ترتيب كوي۔دوهم وزير ووئيل دا د پاكستان د دفاع مسئله ده او د دې به هېڅ سوداس كولې نه شي۔