د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان به د نومبر په 16مه او 17مه نېټھ د پاكستان دوره كوي٬

د اولس مشر په حېث دا د ده د پاكستان اولنۍ دوره ده۔ د پارلمان شريكې غونډې ته به خطاب هم كوي

د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان به د نومبر په 16مه او 17مه نېټھ د پاكستان دوره كوي٬
د اولس مشر په حېث دا د ده د پاكستان اولنۍ دوره ده۔ د پارلمان شريكې غونډې ته به خطاب هم كوي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 14نومبر2016ء) د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان به د نومبر په 16مه او 17مه نېټھ د پاكستان دوره كوي٬هغه ته د دې دورې بلنه اولس مشر ممنون حسېن وركړې ۔د خارجه دفتر لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې اګر چې د تركيه اولس مشر په ځينو موقعو د پاكستان دوره كړې خو د چوكۍ سنبهالولو نه وروستو دا د ده د پاكستان وړومبۍ دوره ده۔

د يو اعلٰی كچ پلاوې به هم ده سره وي كوم كښې به چې وزيران٬سينئر چارواكي او پھ لويه شمېره كاروباري شخصيات شامل وي٬د اولس مشر ممنون حسېن سره د ملاقات نه علاوه د تركيې اولس مشر به وزيراعظم محمد نواز شريف سره ملاقات كوي چې پكښې به د دواړو لارښودو دو اړخيزه چارو نه علاوه په سيمه ايز او نړيوالو ستونزو هم خبرې اترې كوي٬ د پارلمان شريكې غونډې ته به خطاب هم كوي۔

اولس مشر ممنون حسېن به خپل هم څنګ او د ده پلاوي پھ درناوي كښې مېلمستيا كوي۔د ترك اولس مشر به لاهور ته هم ځي چرته به چې وزيراعظم په شاهي قلعه كښې د ده په درناوي كښې مېلمستيا كوي۔بيان كښې وئېلي شوي چې د پاكستان او تركيه ترمينځه د ملګرتيا او شريك باور مثالي اړيكې دي۔د دواړو هېوادونو مشرتابه تاريخي خپلوالۍ د 21مې پیړۍ حقائقو په رڼا كښې پھ مضبوطو تزويراتي شريكوالۍ كښې د بدلولو عزم لري۔

د پاكستان او تركيه ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو كښې اوسنو كلونو كښې ښكاره زياتوالې رامخې ته شوې۔پاكستان او تركيه په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو د يو بل ملاتړ كوي۔تركيه د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له په هڅو كولو د مقبوضه كشمير د اولس ټول عمري ملاتړ كړې دغسې پاكستان د قبرس پھ مسئله د تركيه ملاتړ كوي۔د خارجه دفتر بيان كښې وئېلي شوي چې د ترك اولس مشر دې دورې سره به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه اړيكو لا قوي كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔