دفاع وزير خواجه محمد آصف په كنټرول لائن د هندي جارجيت او د دې پھ نتيجه كښې د 7 عسكرو د شهادت پیښې سخته غندنه وكړه٬

هند په خپل داخلي چارو او د مقبوضه كشمير آزادۍ پھ تحريك قابو موندلو كښې د ناكامه كېدو په سوب دا ډول كاروائۍ پیل كړې دي٬هند د منطقې امن لپاره د خطر سوب دے۔د هند عزائم به ناكام كوو۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف نجي ټي وي سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 14نومبر2016ء) دفاع وزير خواجه محمد آصف په كنټرول لائن د هندي جارحيت د كوم په نتيجه كښې چې 7 عسكر شهيد شوي په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئېلي هند د خپلو داخلي حالاتو او مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ په تحريك قابو موندلو كښې د ناكامه كېدو پھ سوب دا ډول كاروائۍ پېل كړی دي۔هند د منطقې امن له د خطر سوب دے او هندي عزائم به ناكام كوو۔

د ګل پھ ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې د هند څو مياشتو څخه په لائن آف كنټرول د ډزبندۍ خلاف ورزي كوي چې په سوب يې زمونږ ځاني زيان كېږي۔پاك پوځ هم پھ دې مهال ځوابي كاروائي كوي چې په نتيجه كښې يې د هغوي هم زيان كېږي ولې ننۍ پیښه كښې زمونږ 7 ځوانان شهيد شوي دي۔د دې څخه وروستو زړه پورې ځواب شوې۔ خواجه آصف ووئيل پاكستان دا ټولې معاملې په نړيوالو فورمونو پورته كړې دي۔

خواجه آصف ووئيل هند د دې نه وړاندې ګولې او د واړې وسلې فائر كولو ولې اوس درنه وسله كارولې شي۔ده ووئيل پاكستان كښې استحكام او اقتصادي پرمختګ هند پرېشانه كوي۔تېره ورځ د پاك چين اقتصادي راهدارۍ اولنۍ قافله رارسېدلې۔دا يوه تاريخي پېښھ ده او كه مونږ د معاشي غلامۍ نه آزاد شو نو پاكستان ته د زيان رسولو د هند ټول خوبونه به ختم شي۔خواجه آصف ووئيل هند منطقه كښې امن لپاره د خطر سوب دے او په پاكستان فشار اچول غواړي ولې مونږ د هندي عزائم ناكام كولو صلاحيت لرو۔