د سي پېك ترمخه پېل كړې شويو د توان منصوبو څخه به 17045 میګاواټ برېښنا ترلاسه شي۔

د سي پېك ترمخه پېل كړې شويو د توان منصوبو څخه به 17045 میګاواټ برېښنا ترلاسه شي۔

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 12نومبر2016ء) په ټول هېواد كښې د چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پېك) ترمخه پېل كړې شويو منصوبو څخه به 17045 مېګاواټ برېښنا ترلاسه شي۔ سركاري ذريعواے پی پی ته ووئيل چې دا منصوبې د چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پېك) ترمخه شروع كړې شوي دي چې ورسره به نه يواځې د توان په ستونزه قابو وموندلې شي بلكې برېښنا به هم زياته ترلاسه شي۔ ذريعو ووئيل د روان كال تر پايې به 1100 مېګاواټ برېښنا قامي ګرډ كښې شامل كړې شي۔ 1650 مېګاواټ برېښنا به تر كال 2017ء او 3270 مېګاواټ به تر كال 2018ء فعال كړې شي۔ ذريعو زياته كړه چې د 2250 مېګاواټ برېښنا اضافي منصوبې به كال 2018 څخه وروستو بشپړ شي۔