د نومبر په 28مه نيټه چيف آف اېئر سټاف سركل كبډي جام پېل كېږي

د نومبر په 28مه نيټه چيف آف اېئر سټاف سركل كبډي جام پېل كېږي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 12نومبر2016ء) چيف آف اېئر سټاف سركل كبډي جام به د نومبر په 28مه نيټه په اسلام آباد كښې پېل كېږي۔ د پاكستان كبډۍ فېډرېشن عمومي سېكتر رانا محمد سرور وئيلي دي چې ټورنمنټ كښې به 16 لوبډلې برخه اخلي چې پكښې د پاكستان هوائي ځواك٬ پاكستان نېوي٬ پوليس٬ واپډا٬ رېلوے٬ د لوړو زده كړو كمېسون ٬ سوئي سدرن ګاز٬ پنجاب٬ خېرپښتونخوا٬ بلوچستان٬ اسلام آباد٬ ګلګت بلتستان او د آزاد جمو كشمير لوبډلې شاملې دي۔ جام كښې وړومبې پوزيشن ترلاسه كوٶنكې ډلې ته به 4 لكه ٬ دويم پوزيشن هولډر ته به 2 لكه ٬ درېم پوزيشن او څلورم پوزيشن ترلاسه كوٶنكې لوبدلې ته يو يو لك روپۍ انعام وركولې شي۔ ټورنمنټ به د دسمبر تر 3مې نيټې دوام لري۔