د انګريزۍ ورځپاڼې خبر سيكورټي ليك نه بلكې پھ دروغو اډانه خبر دے٬

غواړم چې د دې معاملې د پلټنو نتيجې زر تر زره اولس ته راوړاندې شي٬ د غېر رياستي عناصرو په اړه متفقه پالېسي ده٬سياسي مقصد لپاره دهرنې كونكې دې څه بل كار وكړي٬ بلاول غېر سنجيده ماشوم دے هغه ته د سياست د "الف ب"پته نشته٬د داخله وزير چوهدري نثار علي خان نادرا هېډكوارټر كښې مېډيا سره خبرې

د انګريزۍ ورځپاڼې خبر سيكورټي ليك نه بلكې پھ دروغو اډانه خبر دے٬
غواړم چې د دې معاملې د پلټنو نتيجې زر تر زره اولس ته راوړاندې شي٬ د غېر رياستي عناصرو په اړه متفقه پالېسي ده٬سياسي مقصد لپاره دهرنې كونكې دې څه بل كار وكړي٬ بلاول غېر سنجيده ماشوم دے هغه ته د سياست د

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11نومبر2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي چې د انګريزۍ ورځپاڼې خبر سيكورټي ليك نه بلكې پھ دروغو اډانه خبر دے٬غواړم چې د دې معاملې د پلټنو نتيجې زر تر زره اولس ته راوړاندې شي٬ ټول تورونه پھ وزيراعظم لګولې كېږي٬ غېر رياستي عناصرو په اړه متفقه پالېسي ده٬د سياسي مقصد لپاره دهرنې كونكې دې څه بل كار وكړي٬بلاول غېر سنجيده ماشوم دے هغه ته د سياست د "الف ب"پته نشته۔

د جمعې پھ ورځ نادرا هېډكوارټر كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې چوهدري نثار ووئيل د اقبال ورځې په مهال وړاندې نه رخصتي نه وه ځكه د رخصتۍ اعلان كولو حاجت نه وو٬اېف آئي اے ته سپارښتنه شوې چې د جعلي نوټيفيكېشن د معاملې پلټنې وكړي۔ اېف آئي اے دې د دې معاملې مخ نيوي له اقدامات وكړي دغسې چې سباؤن كښې دا ډول معامله رامخې ته نه شي۔ د پروېز خټك د بيان په حقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل څوك چې پھ هېواد كښې د اړي ګړي او تشدد سياست كول غواړي د هغوي لپاره قانون ډكټيټر پكار دے۔

ده ووئيل كه زه كوم ډكټېټر وې نو وزيراعلٰی پروېز خټك او د هغې ډلې له به مې اسلام آباد كښې د ريوځاې كېدو اجازه نه وه وركړې۔ په 31 اكتوبر چې د هغه سره څه شوي د هغه د لاك ډاؤن د اعلان پھ وجه شوي كله چې دغه اعلان بېرته واخستلې شو نو د آئين ترمخه د جلسې لپاره ټولې لارې پرانستلې شوې۔ د افغان مېرمنې شربت ګلې په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې د هغې د نيولو او هغې ته د جعلي شناختي كارډ جاري كولو په معامله اېن هاؤس پلټنې روانې دي ځكه چې د جعلي شناختي كارډ لرونكې د كومې هم مېرمنې د نيولو څخه ما منع كړي٬ د دې سره شربت ګله نيول شوې٬هغه يوه چالاكه مېرمن ده٬ هغه نه جاسوسه وه او نه كومه لويه مجرمه وه۔

داخله وزير د بلاول بهټو د بيان په اړه د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ووئيل بلاول يو غېر سنجيده ماشوم دے كوم ته چې د سياست الف ب معلوم نه دي هغه له خو اردو هم نه ورځي۔ چاچا ٬ چاچا كولو سره د خپل پلار د هم عمره كسانو سپكاوې كوي او دا ګڼي چې زه به پھ داسې انداز كښې خپل سياست وكړم۔ داخله وزير پھ دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې پيپلز ګوند كوم چې يو لوي سياسي ګوند و هغه دومره راپريوتې چې مشر ئې د 27 ٬ 28 كالو يو علم نه لرونكې ماشوم دے٬ كوم چې د خپل هېواد پھ ژبه هم نه پوهېږي هغه د خلكو سپكاوې كوي۔

ده ووئيل ذوالفقارعلي بهټو او بېنظيربهټو د احترام وړ سياستمدار وو٬د پي پي پي په معامله به يو جلا پرېس كنفرنس كوم۔ د سندھ ګورنر بدلولو پھ حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې د ګورنر د بدلولو پريكړه څو اونۍ وړاندې شوې وه۔ داخله وزير ووئيل جعلي شناختي كارډ جوړول يو لوي جرم دے٬ پھ تېر وخت كښې به شناختي كارډ پھ پيسو جوړول كېدے٬بلاك شوي شناختي كارډونه تر اوږدې مودې بلاك نه شي ساتل كېدلې ځكه چې دا هم يو جرم دے۔

ده د نادرا چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې پھ بلاك شوي شناختي كارډونو په دريو مياشتو كښې دننه پريكړه وكړي۔ د شېخ رشيد د اړخه ترلاسه شوي خط پھ پوښتنه داخله وزير ووئيل چې د هغه خط ما ته اوس ترلاسه شوې۔ شېخ رشيد په خط كښې د انګريزې ورځپاڼې خبر پھ معامله د جوړې شوې كمېټۍ پھ دوه غړو د تحفظاتو څرګندونه كړې۔ ده ووئيل د انګريزۍ ورځپاڼې خبر پھ معامله ما پلټنې كړې دي او د دې نتيجې زر تر زره اولس ته رسول غواړم.